د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي، د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په وينا یې د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتې کړې وې.
نوموړي دغه خبره داې ار وايي ټي وي سره په مرکه کې کړې ده چې "د باجوه سره چې ما او ډاکټر علوي [د پاکستان صدر] ملاقات وشو باجوه راته وويل که انتخابات غواړې خپل حکومتونه وغورځوه او ما وغورځول".
د عمران خان د ياد بيان وروسته بيا په ټولنيزو رسنيو په نوموړي نيوکې پېل شوي چې ګډوډ بيان یې ورکړی دی اول یې يو څه ويل او اوس بل څه وايي.
جرنلسټ سليم صافي په ټويټر ويلي،
"عمران خان اول ويل چې باجوه زما حکومت غورځولی، اوس وايي چې د باجوه په وينا مې حکومت وغورځوو. په تمه شئ يوه ورځ به اووايي چې ما د امریکا په وينا خپل حکومت غورځولی بلکې دا هم ویلی شي چې ما د زرداري او محسن نقوي په وينا خپل حکومت غورځولی".
ځينې کسانو د عمران خان دغه بيان ته درغجن بيان ویلي دي.
اوېس نصير نومې تن په ټویټر ويلي،
"د عمران خان د دروغو بيان چې د باجوه په خله یې اسمبلي ماته کړې، اصل کې قمر جاوېد باجوه په نومبر2022 کې ريټايرډ شوی، عمران خان د اپرېل 2022 نه جنرل باجوه ته نيوټرل او ميرجعفر ویل، او عمران بیا، د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبليانې په جنورۍ 2023 کې ماتې کړې".
دا لومړی ځل نه دی چې عمران خان دغه ډول بيان ورکړی.
نوموړی چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.
امريکې، د پاکستان پوځ او موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی وو چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.
د وزيراعظمۍ څخه د لرې کولو په کال پوره کېدو عمران خان روانه مياشت د يوټيوب د لارې په وينا کې ویلي وو، "مونږ ګڼله چې سازش د امریکې نه پېل شوی وو خو شورو د هلته څخه نه وه شوې، پېل د دلته [پاکستان] نه شوی وو زما حکومت حسېن حقاني ته دنده په لاس ورکړې هغه زما پرضد پروپېګنډا کړې چې جنرل باجوه د امریکا پلوي دی او عمران خان یې مخالف دی او بيا د هغه ځای نه سايفر راغلی".
حسېن حقاني چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر پاتې شوی، د عمران خان دغه بيان ته یې دروغجن ويلي وو.
د اوسني تازه بيان نه وړاندې عمران خان په مخکني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه تور لګولی وو چې د حکومت لرې کولو په سازش کې د پخواني پوځي مشر لاس وو. خو پوځ د وړاندې نه د عمران خان دغه تور رد کړی وو.
جنرل باجوه تېر کال د نومبر په 29مه د خپل ریټایرډ منټ نه وړاندې پوځ ته خپله الوداعي وینا کې د عمران خان بیانیه دروغجنه یاده کړې وه او ویلي یې وو، "د دروغجنې بیانیې په جوړولو سره هیواد کې ناقراري پیدا کړل شوه".
باجوه دعمران خان بیانیې ته په اشارې سره ویلي وو "اوس د دې دروغجنې بیانیې نه د تېښتې لاره کتل کیږي،پوځي مشرتابه په غېر مناسبه نومونو یاد کړل شو،پوځي قیادت هرڅه کولی شي خو دملکي ګټو پرضد هیڅ کار نه شي کولی".
د سياسي چارو کار پوهان وايي، پاکستان تحریک انصاف ګوند چې په واک کې وو، وزيراعظم عمران خان به یې د پوځ او پوځ د مشر صفتونه کول خو اوس چې ترې پوځ لاس اخستی، ياد ګوند په پوځ پسې خبرې کوي چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي.
څيړونکي وايي پاکستان کې تل د پوځ په سياست کې کردار پاتې شوی د چا نه پټ نه دی. خو پوځ اوس وايي چې په سياست کې لاسوهنه نه کوي نو دا به معلومه شي.