لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ښځینه ججې ته په ګواښونو کولو له عدالت بخښنه وغوښته


عمران خان نن د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی اؤ دمشرقاضي اطهرمن الله په مشرۍ کې دهایکورټ پینځه کسیز بینچ دهغه په ضد دجوړې قضیې اوریدنه کړې ده
عمران خان نن د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی اؤ دمشرقاضي اطهرمن الله په مشرۍ کې دهایکورټ پینځه کسیز بینچ دهغه په ضد دجوړې قضیې اوریدنه کړې ده

داسلام اباد یوې ښځینه قاضي ته دګواښونو کولو په مقدمه کې دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران دعدالت نه بخښنه غوښتې چې له دې وروسته اسلام اباد هایکورټ دهغه په ضد دفرد جرم جرم لګولو کاروایي ختمه کړې ده.

عمران خان نن د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی اؤ دمشرقاضي اطهرمن الله په مشرۍ کې دهایکورټ پینځه کسیز بینچ دهغه په ضد دجوړې قضیې اوریدنه کړې ده.

تر دې وړاندې اسلام اباد هایکورټ پخواني وزیراعظم ته دبخښنې غوښتلو لپاره دوه موقعې ورکړې وې خو هغه دعدالت نه دبخښنې غوښتو پځائ یوازې دومره ویلي وؤ چې پخپلو الفاظو پښیمانه دی اؤ خپل لفظونه بېرته اخلي.

دبخښنې په غوښتو اسلام اباد هایکورټ پرېکړه کړې وه چې نن د زیارت په ورځ به دعمران خان پرضد دعدالت دسپکاوي په مقدمه کې فرد جرم لګوي.

خو نن چې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان عدالت ته وړاندې شو نو دریځ یې خپل کړو چې که هغه ریډ لاین یا سره کرښه ماته کړې وي نو په دې بخښنه غواړي اؤ که عدالت وایي نو هغه دې ته هم تیار دی چې دښځینه قاضي خوا له ورشي اؤ بخښنه ترې وغواړي.

هغه وویل تل یې د قانون دسرلوړي خبره کړې ده اؤ دښځینه قاضي‌ په اړه د وینا مقصد یې هغې ته ګواښ کول یا دعدالت سپکاوی کول نه وؤ.

پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې داسلام اباد دیو ځایي عدالت ښځینه قاضي زیبا چوهدري ته ګواښ کړی ؤ چې دهغې سره به ګوري ، چې په دغه ګواښ اسلام اباد هایکورټ له خپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ عمران خان ته یې دعدالت دسپکاوي نوټس ورکړی ؤ.

دعمران خان لخوا له بخښنې غوښتل کیدو نه وروسته مشر قاضي اطهر من الله عمران خان ته ویلي چې دهغه بیان ثبتوي اؤ فرد جرم پرې نه لګوي.

مشر قاضي ویلي" تادخپل بیان سنګیني درک کړه،مونږ یې ستاینه کوؤ،ته لیکلې حلف نامه جمع کړه بیا به یې عدالت جاج اخلي"

اسلام اباد هایکورټ عمران خان ته د حلف نامې جمع کولو لپاره د 29م ستمبر پورې په مهلت ورکولو ددې قضیې نوره اوریدنه تر دریم اکتوبر ځنډولې ده.

څېړونکي وایي د عدالت دسپکاوي په جرم کې عدالت واک لري چې عمران خان نااهله کړي یا یې هم زندان ته ولیږي ځکه چې تر دې وړاندې هم پاکستان کې واکمنانو ته د عدالت دسپکاوي په جرم کې داسې سزاګانې ورکړل شوي دي .

خو دڅېړونکو په اند له بخښنې غوښتلو وروسته اوس دا چانس هم پیدا شوی دی چې عدالت دهغه بخښنه تسلیم کړي اؤ دا شان نوموړی دسزا نه بچ پاتې شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG