لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د "روحاني پلار" او عمران خان د ټاکنو وړاندې گډه تگ لاره


په خېبرپښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) مشر عمران خان او د جمعيت علمااسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق د راتلونکو عامو انتخاباتو دپاره په ګډه تګ لاره جوړولو يا ممکنه اتحاد صلاح شوي دي.

د تحريک انصاف یو مطبوعاتي بیان وايي دا پرېکړه د اتوار يا يکشنبې په ورځ په سر ښار اسلام اباد کې په پښتونخوا هاؤس کې د پي ټي ايي او د جی يو ايي (س) مشرانو ترمنځ په ليدنه کې شوې ده.

پي ټي ايي ويلي اسلام اباد کې شوې ليدنه کې دواړه مشران په دې خبره هم صلاح شوي دي چې يو بل سره به د اړیکو او تماسونو لړۍ ژوندۍ ساتي چې د انتخاباتو نه وړاندې يو بل ته نزدې شي، او دواړه ډلې ملک د موجوده کړکېچ څخه ويستلو لپاره په ګډه کار وکړي.

پاکستاني مطبوعات وايي عمران خان او مولانا سمیع الحق په فکري لحاظ یو بل ته نزدې شخصیتونه دي .

ورځپاڼه ډان لیکي مولانا سميع الحق په خېبرپښتونخوا کې د اسلام د ودې او تبليع دپاره د پي ټي ايي د ګامونو ملاتړ او تاييد کړی دی.

مولانا سميع الحق د خېبرپښتونخوا په اکوړي سيمه کې د درالعلوم حقانيه په نوم غټه ديني مدرسه لري، مولانا په خپلو مرکو کې په ویاړ سره وايي طالبان دهغه بچي (اولاد) دي. یاده مدرسه کې د طالبانو پخواني وژل شوي مشر ملا اختر منصور په ګډون په زرګونو افغان طالبانو اسلامي درسونو کړي دي. د حقاني مدرسې او افغان طالبانو تر منځ تړون له امله څیړونکي مولانا سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار هم وايي.

د خېبرپښتونخوا د پي ټي ايي حکومت دغې مدرسې ته په کال ۲۰۱۶م کې درې ملينه ډالره هم ورکړي وو په کوم باندې چې سختې نيوکې شوې وې.

عمران خان د پاکستان په سياسي مشرانو کې يواځينی مشر دی چې طالبانو ته يې د رسمي دفتر ورکولو غوښتنه هم کړې وه. او په پاکستان کې په ترهگرو او دهغويي په پټو اډو د ډرون د بریدونو مخالف دی.

د مولانا سميع الحق او عمران خان د انتخاباتو څخه د مخه د شرېکې تگ لارې نه څو ورځې وړاندې د ملک نورو مذهبي ګوندونو د متحده مجلس عمل په نوم د ایتلاف بیا ژوندي کولو اعلان کړی دی. متحده مجلس عمل د ٢٠٠٣ نه تر ٢٠٠٨پورې په خیبر پښتونخوا صوبه حکومت کړی ؤ.

د متحده مجلس عمل یو مهم گوند جماعت اسلامي دا وخت په خېبرپښتونخوا حکومت کې د پي ټي ايي اتحادي ډله ده، او د پخواني ایتلاف بله مهمه ډله جمعيت علمااسلام (ف) د پي ټي ايي رقيبه ده.

متحده مجلس عمل چې نهه مذهبي ډلې پکې شاملې وې په کال ۲۰۰۲م کې يې د متحده مجلس عمل په نوم عامو انتخاباتو کې برخه اخستې وه، او مولانا سيمع الحق د دغه اتحاد مهم غړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Recommended

XS
SM
MD
LG