د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ګاونډې ملک پولېنډ دوره وکړه، د پولېنډ مشرانو او په اوکراین د روس د یرغل په نتیجه کې پولېنډ ته کډه شوي اوکراینیانو سره يې ولېدل.
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي پولېنډ د زېلېنسکي او د هغه د مېرمن په پوځي اعزاز او د هغه په ستاینو هرکلی وکړو. پولېنډ ته د زېلېنسکي د سفر مقصد د اوکراین په ملاتړ د پولېنډ شکریه ادا کول وو.
په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس زېلېنسکي په کمومو موقعو د ملک نه بهر سفرونه کړي دي.
وارسا ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ورتګ نه مخکې زېلېنسکي د امریکې، برطانيې، فرانس او بېلجیم سفرونه کړي دي.
د مخکينو غیر اعلان شویو خارجي سفرونو برعکس پولېنډ ته د زېلېنسکي د تګ اعلان شوی و.
د پولېنډ یو چارواکي وویل په اوکراین د روس د یرغل نه پس دا لومړی ځل دی چې زېلېنسکي او د هغه مېرمن اولینا زېلېنسکي په یو ځای د ملک نه بهر دوره کوي.
د پولېنډ صدر اندری ډوډا زېلېنسکي ته د دي ارډر اف دي وایټ ایګل نومې اعلا ترین غیر پوځي اعزاز ورکړو.
ډوډا وویل په دې حې هېڅ شک نشته چې د زېلېنسکي زړه ورتیا د اوکراین تحفظ کړی دی.
د وارسا په شاهي محل کې د زېلېنسکي او هغه د مېرمن دپاره د هرکلي دستوره وشوه. ای پي وايي په دستوره کې د زېلېنسکي او د ډوډا کورودانو رسمي لباسونه اغوستي وو خو زېلېنسکي د پوځي طرز خړې جامې او سوېټر اغوستی و چې په هېواد يې د روس د یرغل وروسته د هغه درېشي جوړه شوې ده.
بلخوا امریکې اوکراین سره د دوه اشاریه شپږ بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان کړی دی. په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس امريکې اوکراین سره د ۳۰ بېلین ډالرو نه زیات پوځي امداد کړی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبری ادارو نه اخیستل شوي دي