لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو کونسل: په افغانستان کې د ډېرې  تنګدستۍ د لاسه ښځې ځانونه وژني



د بشري حقونو کونسل په اوریدنه کې ویل شوي په افغانستان کې د ډېرې تنګدستۍ د لاسه ښځې ځانونه وژني.

د تېرې جمعې په ورځ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د حقونو لوړ پوړي فورم په یوه غیر معمولي ناسته کې ویل شوي په افغانستان کې د ښځو ژوند ډېر مشکل شوی دی

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ مرستیالې سپېکرې فوزیې کوفي دغې ناسته کې وویل، د فرصتونو نشتوالی او د زهني ناروغیو کچه ډېره پورته شوې ده:

“ د فرصتونو د نشتوالي، د زهني ناروغیو او د ډېر فشار له سببه روزانه یوه یا دوه ښځې خپل ژوند ختموي”

فوزیې کوفي وویل:

"دا حقیقت دی چې تر نهه کلونو پورې جینکۍ خرڅول کیږي، دا کار نه یوازې د اقتصادي فشار له امله کېږي بلکې دا هم حقیقت دی چې د دوی لپاره د دوی د کورنۍ طمعه ختمه وي دا معمولي خبره نه ده."

په لویه کچه د نړیوالو فکر مندیو سوا کیدو ته په کتنه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل بېشلیټ په افعانستان کې په لویه کچه د ښځو بې روزګاره کیدل، په ښځو د خوښې په جامو پابندي او بنیادي وسایلو ته لاس رسی نه لرل غندلي دي.

هغې ووېل په اګست کې د خپل سره حکمرانانو د واکمنۍ نه پس د ښځو ملکیت او چلول شوي کاروبارونه بند شوي دي او 1.2 ملیون جینکې نور ثانوي زده کړو ته لاسرسی نه لري.

بېشلټ وویل:

"سږ کال یې په مارچ کې د افغانستان د سفر په وخت د خپلسره چارواکو سره لیدلي وو، او دوي ورته وویلي وو چې د شریعت سره سم به د بشري حقونو زمواریو ته درناوی ورکوي”

بېشلټ وویل:

"خو ددغه ډاډ باوجود په افعانستان کې په شعوري توګه په ښځو او جینکو ژوندپرله پسې ورځ یو تر بله تنګېږي، دويي له روان ژونده شړل کېږي"

آغلې باشلېټ وویل یوداسې خپلواک میکېنیزم جوړول پکار دي د خلکو څخه شکایتونه ترلاسه کړي او د جنسیت پر بنسټ د توپیري چلند څار وکړي.

هغې وویل:

"د حق سربیره ، دا مسله عملي ګامونو ته اړتیا لري"

د بېشلیټ په آند:

"د اقتصادي بحران تر څنګ، په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ونډه اړینه ده، دا کار له زده کړو پرته نشي کیدی او دا کار هله کیدی شي چې ژوند ازاد وي"

همدارنګه د بشري حقونو په شورا کې د خبرو په مهال په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د دې ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچرډ بینیټ، وویل طالبان هر ممکن کوښښ کوي ښځې په ټولنې کې هډو ښکاره نشي”

هغه دا هم په ګوته کړه چې هلته ښکاره جنسي توپیر روان دی چې یوه بېلګه یې د دیني عالمانو او مشرانو په لویه جرګه کې د ښځو په ځای د نارینه وو استازیتوب ؤ.

دا ډول کارونه د بشری حقونو د ګڼو تړونونو له مخې د افغانستان د زمواریو سره سمون نه خوري.

د افغانستان غبرګون

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي ناصر اندېشه تر مخه "په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت البته د شواهدو راټولولو، او تحلیل کولو، د معلوماتو مستند کولو او تصدیق کولو لپاره د څارنې د یو قوي میکانیزم ته اړتیا لري. باید هغه خلک په ګوته شي چې په سرغړونو کې ککړ وي او په اینده کې د داسې د سرغړونو د مخنیوي لپاره سپارښتنې وړاندې کول پکار دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG