لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلمانان او یهودیان د فرانس په صدارتي انتخاب کې د غوښې په موضوع یوځای ولاړ دي


مرین لپین او اېمېنول مېکران
مرین لپین او اېمېنول مېکران

د فرانس په صدارتي انتخاباتو کې د ښي لاس سیاسې فکر امېدوارې مرين لپېن ویلي که ووټونه یې وګټل نو د بې هوشه کولو بغیر د څاروو په حلالولو په پابندي ولګوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د لپېن دغې ژمنې په فرانس کې مېشته د یهودیانو او مسلمانانو تشویش راپارولی دی.

ای پي وايي لپېن دریځ لري چې د بې هوشه کولو وروسته د ځناور حلالول د څاروې تکلیف کموي.

ای پي وايي د لپېن د مجوزه پلان په اړه ځینې یهودیان وايي دوی به مجبور شي چې فرانس نه ووځي او ځینې مسلمانان وايي که د څاروو په حلالولو د لپېن د پلان سره سم بندیز ځای په ځای کېږي نو دوی به بیا په غېر قانوني توګه څاروي په کورونو کې حلالوي.

ناقدین وايي د مېرين لپېن تجویز د ووټونو ګټلو کوښښ دی چې بنیاد یې په تعصب او منافقت ولاړ دی ځکه چې هغه په ځناورو د ازیت د مخنیوي خبره کوي خو د ښکار او د بل فایټنګ یا د غوایانو د جنګ مخالفت نه کوي.

ساره ګټمېن د مرين لپېن تجویز د هغې په کور او یهودي عقیده کې مداخلت ګڼي او وايي که چېرې د لپېن په تجویز عمل کېږي نو د دوی د مذهب ازادي به محدوده کړي.

د فرانس په صدارتي انتخاباتو کې ووټونه د اتوار، يکشنبې، په ورځ کېدونکي دي.

ساره ګټمېن او د هغې خاوند ای پي ته وايي دوی ویره لري چې که چېرې د لپین د ښي لاس نظريي حکومت جوړیږي نو د څاروي د حلالولو په اړه تګلاره به د حکومت د دغه ډول نورو ګامونو لومړی قدم وي چې مسلمانان او یهودیان به پې خوښ نه وي. یوه مسلمانه مېرمن حیات اېتابېت ای پي ته وايي که چېرې د څاروو په حلالولو د لپېن د تجویز سره سم بندیز لګول کېږي نو دوی به بیا د مخکې په شان په کور کې دننه څاروي حلالوي.

ای پي وايي په یورپ کې د مسلمانانو او یهودیانو تر ټولو زیاته ابادي په فرانس کې مېشته ده او غوښې په سر راپورته شوې لانجه د نورو ملکونو دپاره هم مضمرات لرلی شي چې فرانس نه غوښه اخلي.

د مرين لپېن مقابله د فرانس موجوده صدر اېمېنول مېکران سره ده. هغه د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی او د ځناورو حلالولو په اړه مري لپېن د تجویز مخالفت کوي. هغه ویلي داسې فرانس نه غواړي چې مسلمانان او یهودیان پکې د خپل مذهب مقابل خوراک نشي کولی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG