لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زېلېسنکي: چې بریا ولمانځوو نو د روس خلاف جنګ به ختم کړوو


زېلېنسکي وویل "مونږ به یوازې هله د جنګ نه لاس په سر کېږوو چې فتح ولمانځوو."
زېلېنسکي وویل "مونږ به یوازې هله د جنګ نه لاس په سر کېږوو چې فتح ولمانځوو."

د هېواد د ازادۍ د ورځ په مناسبت، د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اوکراین ولس د خپل تقدیر دپاره د روس په ضد جنګيږي او چې فتح ترلاسه کړي نو جنګ به لاس په سر شي.

د کییف د ازادۍ چوک نه وډیو د لارې قام ته وېنا کې زېلېنسکي وویل اوکراین به د خپلې خاورې دپاره تر اخېره جنګ کوي او که مخکې یې د امن غوښتنه کوله نو اوس به د جنګ خاتمه په فتح کېږي.

زېلېنسکي وویل "مونږ به یوازې هله د جنګ نه لاس په سر کېږوو چې فتح ولمانځوو."

هغه وویل د روس د یرغل نه به بغیر د څه رعایت او مفاهمت د اوکراین ټولې ۲۵ سيمې ازادوي. هغه زیاته کړه اوکراین به مشرقي دونباس کرایمییه هم اخلي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په اوکراین د یرغل په شروع ورځو کې کله چې روسي ځواکونو د سرښار کییف په لوري پرمختګ و نه کړی شو نو توجه یې دونباس سيمې ته ورګرځوله. روس پلویه مسلح بېلتون خوښي په دونباس کې د ۲۰۱۴ راهسې د اوکراین خلاف په جنګ کې ښکیل دي. روس هم دغه کال د کرایمیه سيمه ونیوله.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د هېواد د ازادۍ د ورځ په مناسبت قام ته وېنا کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

د ازادۍ په مناسبت خپله وېنا کې زېلېنسکي په روس غږ کړو چې د اوکراین نیولي سیمې دې ازادې کړي.

په کییف کې د ازادۍ د ورځې په دستورو پابندي لګول شوي وه او دا ځکه چې اوکرایني او امریکايي چارواکو خبرداری کړی و چې روس په ملکي اسانتیاو حملې زیاتولی شي.

بلخوا، توقع ده چې امریکايي مامورین د شورو، چهارشنبې، په ورځ اوکراین سره د درې بېلین ډالرو مالیت پوځي مرستې اعلان وکړي.

د امریکې متوقعې نوی امداد به د هغه لس اشاریه شپږ بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد دپاسه وي چې امریکې په تېر یو نیم کال کې اوکراین ته ورکړی دی.

یادونه: د دي خبر معلومات د وي او ای، رویټرز، ای اېف پي او دی ای پي د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG