لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي: امریکې د هند سره د سېک رهنما د قتل د ناکامه سازش مسله راپورته کړې



د سږ کال د سېپټمبر د میاشت په دې تصویر کې د یوناټېډ هندو فرنټ نومې تنظیم یو غړي په نوي دلي کې د مظاهرې په مهال د پنو تصویر پورته کړی دی
د سږ کال د سېپټمبر د میاشت په دې تصویر کې د یوناټېډ هندو فرنټ نومې تنظیم یو غړي په نوي دلي کې د مظاهرې په مهال د پنو تصویر پورته کړی دی

امریکايي چارواکو ویلي د هندوستان د حکومت اېجنټانو په مبینه توګه د امریکې په خاوره د یو بېلتون پلوه سیک مشر ګورپتونت سېنګ پنو د قتل سازش جوړ کړی و چې سنجیده مسله ده او واشنګټن د نوي دلي سره راپورته کړې ده. چارواکو دغه خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمانې اېډریېن واټس وي او ای نیوز ته وویل دغه مسله انتهايي سنجیده اخیستل کېږي، د امریکې حکومت دغه مسله په انتهايي لوړه کچه د هندوستان حکومت ته وړاندې کړې ده او هندي چارواکو په دې اړه تشویش او حېرانتیا څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دا ډول فعالیت د دوی تګلاره نه ده.

مېرمن واټسن وویل د امریکايي حکومت چارواکو سره د خبرو په بنیاد دا وېلی شي چې د هندوستان حکومت په اړه نور تحقیقات کوي او په اینده ورځو کې به په دې اړه نورې خبرې وکړي خو هندوستاني چارواکو ته وېل شوي چې که هرڅوک په کې ککړ وي پکار ده چې احتساب یې وشي.

فاینېنشل ټایمز اخبار د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکايي چارواکو سازش ناکامه کړو او د هندوستان حکومت ته یې دا تشویش څرګند کړو چې د هند حکومت په سازش کې لاس لري. د اخبار ترمخه د سیکس فار جسټس یا د انصاف ملاتړي سیکان، نومې تنظیم جنرل کاونسل ګورپتونت سېنګ پنو د قتل د سازش هدف و.

پنو د امریکې او د کېنېډې شهریت لري.د پنو تنظیم د هغه تحریک برخه ده چې د کلونو راهسې سېکانو دپاره خالصتان نومې د جدا ملک غوښتنه کوي. هندوستان دا ډول ډلې ترهګر تنظیمونه بلي. د هندوستان خارجه وزارت پنو د وژلو دپاره د مبینه سازش په اړه څه نه دي ویلي. خو د دې نه مخکې یې په کېنېډا کې د سېک بېلتون غوښتونکي یو رهنما هردیپ سېنګ نېجار په قتل کې د هند د ککړتیا خبره رد کړې. نېجار چې د کېنېډې شهریت یې لرلو د جون په میاشت کې په کېنېډا کې وژل شوی دی.


د نېجار د قتل درې میاشتې وروسته د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروو ډو وویل باوري الزامات نېجار د وژل کېدو سره د هندي حکومت تړون څرګندوي. هندوستان دغه خبره بې ځایه وبلله.

د فاینېنشل ټایمز د رپورټ ترمخه د امریکې د وفاقي حکومت پراسېکیوټرز یا حکومتي وکیلانو د نیویارک یو عدالت ته خفیه فرد جرم ورکړی چې په کې د پن د وژلو په سازش کې په مبینه توګه د ککړ د یو تن نوم شامل دی.

د دې میاشت په شروع کې پنو په یو وډیو پېغام کې د سېک ټولنې غړو ته خبرداری وکړو چې اېیر انډیا په پروازونو کې دې سفر نه کوي ځکه چې د هغه په قول دا دوی ژوند د خطر سره مخامخ کولی شي. هغه دا خبره رد کړه چې دا د هوايي کمپنۍ په ضد د تشدد نه ډکه دړکه ده.

په مسلح سیکانو په کال 1985 کې د اېیر انډیا جهاز په بم د تباه کولو الزام لګول کېږي. د هوايي کپمنۍ پرواز 192 چې د کېنېډې د مانټریال ښار نه د لندن دلارې هندوستان ته روان شوی و د اېټلانټېک سمندر دپاسه تباه شو. په جهاز کې سواره ټول 329 کسان ووژل شوو. د کېنېډې په تاریخ کې دا د ترهګرۍ بدترینه پېښه وه.

پنو فاینېنشل ټایمز ته وویل غواړي چې امریکايي چارواکي د هغه د قتل د مبینه سازش په اړه د پوښتنو جوابونه ورکړي. هغه وویل د امریکې په خاوره امریکايي شهریانو ته ګواښونه د امریکې خودمختارۍ دپاره ستونزه ده او اعتماد لري چې د صدر جوبایډن حکومت دا مسله د حل کولو صلاحیت لري.

انټرسېپټ نومې خبري وېب باڼې ویلي را نومې د هندوستان استخباراتي اداره په نورو ملکونو کې سېک او کشمیري فعالانو د قتل سازشونه تیار کړي دي. انټرسېپټ دا خبره د پاکستان استخباراتي تجزیو په بنیاد کړې چې انټرسېپټ سره شرېکې کړی شوي دي.

هندوستان په پاکستان الزام لګوي چې د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د مسلح حملو ملاتړ کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG