لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي چارواکو خپل یو پوځي افسر ایي اېس ايي له د جاسوسۍ په تور نیولی


د هندوستان یو وتلې ورځپاڼه هندوستان ټایمز وايي د هیواد هوايي ځواکونو یو چارواکی د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ايي ایس ايي سره پټ معلومات شریکولو په تورنیولی شوی.

هندي میډیا د نوي ډیلي خصوصي کمشنر ایم ایم اوبرای ترمخه ویلي ۵۱-کلن ګروپ کیپټن ارون مرواها په ښکاره توګه په بدله جامه کې ایجنټانو ته دفاعی معلومات ورکړي.

دغه افسرهغه وخت ونیول شو کله چې هغه د ځان سره په یو داسې ځاې کې موبایل فون ګرځوو چرته چې د دې د استعمال اجازت نشته.

د هند یو بلې ورځپاڼې انډیا ټوډی په خپل رپورټ کې ویلي دغه چارواکی د هند هوايي ځواکونود جنورۍ په ۳۱تمه نېټه نیولی او د تېر زیارت په ورځ هغه وخت پولیسو ته ورکړل شو کله چې د یوې پلټنې وروستو دغه تن په جرم کې ککړ وموندل شو.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې ترمخه پولیسو ته د پیسو د انتقال کوم ثبوتونه ترلاسه شوي نه دي او داچې تورن افسر په موبایل د جنسې پیغامونو په بدل کې پټ معلومات لیګل.

ورځپاڼې د یو پلټنه کوونکې افسر د خولې ویلي چې دوي د تورن افسرد موبایل فون نه د اعتراض وړ خبرې او تصویرونه ترلاسه کړي.پاکستان او هندوستان اکثر په یو بل باندې د جاسوسۍ تورونه پورې کوې او دواړه هیوادونو د جاسوسۍ په تورد یو بل ګڼ شمېر خلک نیولي.

ددې وړاندې پاکستان د هند یو وګړی کلبوشن یادیو په کال ۲۰۱۶ کې د جاسوسۍ په تور د بلوچستان ایالت نه نیولی وو کلبوشن په یو وروستۍ مرکه کې ویلي چې هغه د هند د سمندري ځواکونو یا نیوي حاضر سروس ملازم دی. خو د هندوستان خارجه چارو وزارت وايي کلبوشن د نیوي یو پخوانی ملازم وو او داچې د نوموړي نه وروستی بیان په زور اخستی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG