لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ په الزام هندوستان په يو اسلامي تنظیم پابندي لګولې


په پاپولر فرنټ اف انډیا نومې تنظیم د بندیز اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وشو
په پاپولر فرنټ اف انډیا نومې تنظیم د بندیز اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وشو

په ترهګرۍ کې د ککړتیا په الزام هندوستان په یو اسلامي تنظیم پابندي لګولې او دغه تنظیم یې د قامي سلامتیا دپاره خطر بللی دی.

په پاپولر فرنټ اف انډیا نومې تنظیم د بندیز اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وشو.

د بندیز نه مخکې په تېرو څو ورځو کې د تنظیم د ۲۵۰ نه زیات غړي نیول شوي دي.

د پاپولر فرنټ اف انډیا ترڅنګ دې تنظیم سره تړلو د نورو ډلو خلاف به بندیز تر پېنځو کلونو پورې په ځای وي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د بندیز نه یوه ورځ وړاندې پاپولر فرنټ اف انډیا په تنظیم لګول شوي الزامات رد کړي وو او د خپلو غړو خلاف اقدامات یې سیاسي انتقام بللی و.

د پاپولر فرنټ او انډیا سیاسي څانګې، سوشل ډېموکرېټک پارټي اف انډیا، په فرنټ د پابندۍ غندنه وکړه او دا یې د جمهوریت او د ولس حقونو ته ضربه وبلله.

د وي او ای رپورټ وايي حکومت ۱۵ کاله وړاندې جوړ شوي فرنټ په ضد د الزامات اوږد فهرست لري.

د هندوستان حکومت وايي فرنټ او ورسره تړون لرونکي د ترهګرۍ، د ترهګرۍ د مالي مرستې، هدفي وژنو او د ملک ایین د نظرانداز کولو په شان سنګینو جرمونو کې لاس لري.

د هندوستان د کورنیو چارو وزارت ویلي پاپولر فرنټ اف انډیا د نړیوالو ترهګرو ډلو سره روابط لري او غړي يې په داعش کې شامل شوي او په شام او عراق کې په ترهګرو فعالیتونو کې ککړشوي دي.

حکومت وايي د خفیه اېجنډې دلاندې دغه ډله د ټولنې یوه مخصوص طبقه د تندروۍ په لوري بیايي خو په ظاهره د سماجي، اقتصادي، تعلیمي او د سیاسي تنظیم په څېر فعالیت کوي.

د وي او ای رپورټ وايي پاپولر فرنټ اف انډیا هغه وخت توجه ځان ته وګرځوله چې یو عدالت د تنظیم یو شمېر غړو ته د کالج د یو پروفېسر د لاس غوڅولو په الزام سزا ورکړه. په پروفېسر مسلمانانو طالب علمانو الزام لګولی و چې امتحان کې يې په مبینه توګه داسې پوښتنې کړې وې چې پکې د پېغمبر اسلام سپکاوی کېدو.

د وي اوای رپورټ وايي د کلونو راهسې د فرنټ اثر د هندوستان ځینو جنوبي ریاستونو پورې محدود و خو اته کاله وړاندې د وزیراعظم نرندره مودي د هندو نېشنلسټ حکومت د جوړېدو نه پس د فرنټ اثر نورو سیمو ته هم غځېدلی دی.

په تنظیم د بندیز غوښتنو هغه وخت زور ونیولو چې په ورستي کلونو کې د حکومت خلاف مظاهرو کې يې د ککړتیا رپورټونه مخې ته راغلل.

د سږ کال په شروع کې په کرناټکا ریاست کې مامورینو په پاپولر فرنټ د هغو مظاهرو د ملاتړ الزام پورې کړو چې په حجاب د يو سکول د بندیز خلاف شروع شوې وې.

په پاپولر فرنټ په هغو احتجاجونو کې د ککړتیا الزام هم لګول شوی و د شهریت د نوي قانون خلاف په کال ۲۰۱۹ کې کېدلې. مسلمانانو وېل دغه قانون دوی سره تعصب کوي.

حکومتي چارواکو په پاپولر فرنټ د بندیز هرکلی وکړو او د هندوستان نایب خارجه وزیر وي ملري دهرن وویل دا ښښي چې د نرندره مودي حکومت د هغو قوتونو خلاف سخت ګامونه اخلي چې امن او ثابت ګډوډوي.

د وي او ای رپورټ وايي د پاپولر فرنټ خلاف دغه ګام په داسې مهال اخیستل شوی دی چې ناقدین په حکومت د مسلمانانو خلاف د تعصب الزام لګوي. مسلمانان د هندوستان د ابادۍ ۱۳ برخه دي.

سوشل ډېموکرېټک پارټي اف انډیا په یو بیان کې وویل د هندوستان د ایین د اصولو خلاف دې رژیم د بیان، د احتجاج او د تنظیم ازادي په بې رحمه ډول وچقوله. ګوند وویل حزب اختلاف د خاموشه کولو دپاره حکومت د تحقیقاتي ادارو غلط استعمال کوي.

د سیاسي چارو څېړونکی رشید کدوايي وايي که په پاپولر فرنټ پابندي د ټولنې د امن خرابولو په تناظر کې لګولی شوي وي نو قانوني حق لري خو پکار ده چې استخباراتي ادارې د صورتحال په غیر جانبدارانه انداز کې اندازه ولګوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاس رېشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG