لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو T20 نړیوال کپ: هند پاکستان ته ماتی ورکړو


پاکستان او هند به خپلې دويمې سيالۍ په 15 فرروۍ کوي، پاکستانۍ لوبډله به د اييرلېنډ او د هند لوبډله به د ويسټ انډيز سره مخامخ کيږي
پاکستان او هند به خپلې دويمې سيالۍ په 15 فرروۍ کوي، پاکستانۍ لوبډله به د اييرلېنډ او د هند لوبډله به د ويسټ انډيز سره مخامخ کيږي

د ښځو په ټي ټوينټي T20 نړيوال کپ سيالو کې د هند لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده، پاکستانۍ لوبډلې د سيالۍ پچه /ټاس ګټلی په ټاکلو 20 اوورونو کې یې په څلورو لوبغاړو 149 رنزونه جوړ کړي او د هند لوبډلې بيا په 19 اوورونو کې ټاکلی هدف په درېو لوبغاړو سوځېدو پوره کړی او سيالي يې ګټلې ده.

د جنوبي افريقې په کېپ ټاون کې ترسره شوې سیالۍ کې په لومړي بېټنګ کې د پاکستانۍ لوبډلې بسمه معروف په 55 بالونو 68 رنزونه او عايشه نسیم په 25 بالونو 43 رنزونه جوړ کړي وو.

د هند رادها يادو دوه وکټې ترلاسه کړي دي.

د پاکستاني هدف په مقابله کې د هند په لوبغاړو کې جمايمه روډريګيس په 38 رنزونو 53 رنزونه جوړ کړي او دا په اننګز کې د کومې لوبغاړې زيات رنزونه وو.

د هند لوبډلې ټاکلی هدف په درې لوبغاړو سوځېدو په 19 اوورونو کې پوره کړی او په اووه وکټو یې سيالي ګټلې ده.

پاکستانۍ بالرې نشرا سندهو دوه وکټې اخستې دي.

پاکستان او هند به خپلې دويمې سيالۍ په 15 فرروۍ کوي، پاکستانۍ لوبډله به د اييرلېنډ او د هند لوبډله به د ويسټ انډيز سره مخامخ کيږي.

د ښځو په ټي ټوينټي T20 نړيوال کپ کې لس لوبډلې برخه اخلي.

په ګروپ 1 کې د سري لنکا، اسټريليا، جنوبي افريقا، بنګله دېشن او نيوزي لېنډ لوبډلې شاملې دي، او په ګروپ 2 کې د اينګلېنډ، هند، پاکستان، ويسټ انډيز او اييرلېنډ لوبډلې دي.

د ښځو د ټي ټوينټي T20 نړيوال کپ فاينل سيالي به په 26 فرورۍ هم په کېپ ټاون کې ټاکل شوې ده.

د ښځو د ټي ټوينټي T20 نړيوال کپ لړۍ په کال 2009 کې پېل شوې او د کال 2020 وروستی نړیوال کپ د اسټريليا لوبډلې ګټلی او د هند لوبډلې ته یې ماتې ورکړې وه.

پاکستانۍ لوبډلې تراوسه پورې يو ځل هم د ښځو د ټي ټوينټي T20 نړيوال کپ نه دی ګټلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG