لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سېند د اوښتو په مهال د هند پوځي ټینک په اوبو لاهو شوی، پینځه عسکر پکې مړه شوي


India China Accident
India China Accident

د چین د ګډې پولې سره نزدې په لرې پرته لداخ سیمه کې په سیند د اوښتو په مهال د هند یو پوځي ټینک ’ټي-72‘ په سیند لاهو شوی چې د چارواکو په وینا پینځه پوځیان پکې مړه شوي دي.

د هند د پوځي مرکر د یوې اعلامیې له مخې،دا ټانک د شنبې په ورځ سهار وختي د شیوک سیند د اوبو د کچې په ناڅاپي ډول د لوړېدو له امله په سیند کې لاهو شوی دی.

دهندي چارواکو په وینا دا پېښه د لیه نه ۱۴۸کلو میټره لرې د دولت بیګ په اولډي سیمه کې مخې ته راغلې ده چې هند اؤ چین سره ویشي.

هندي رسنۍ وایي په لاهو شوي ټینک کې یو پوځي افسر اؤ څلور نور عسکر سواره ؤ چې په پېښه کې مړه شوي اؤ مړي یې له اوبو راویستل شوي دي.

د هند د دفاع وزیر راج ناتهـ سنګهـ دا یوه "بدبختانه حادثه" بللې ده.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس د دفاع وزیر لیکلي"موږ به هیڅکله قام لپاره د خپلو زړورو سرتیرو مثالي خدمت هیر نکړو. غمجنو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوم. ملت د غم په دې شېبو کې د دوی سره کلک ولاړ دی "

د هند او چین پوځونه په لداخ کې د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې راهیسې وروسته له هغې په ټکر کې دي، کله چې دوی په سیمه کې د دوی د ځمکنۍ پولې په اوږدو کې نښته وکړه،

په دغه نښته کې 20 هندي او څلور چینایي سرتیري وژل شوي وؤ.

وروسته بیا دغه نښته په غرنۍ سیمه کې په یوه اوږدمهاله جګړه بدله شوه، اؤ دواړو لوریو په سیمه کې خپل په لسګونو زره پوځي عسکر ځای پرځای کړي وو.

د نوي ډیلي او بیجینګ تر منځ په لسیزو کې دا تر ټولو ناوړه پوځي شخړه وه چې د حل لپاره یې دواړو خواؤ په سفارتي او پوځي کچه یو لړ مذاکرات کړي وؤ.

د هند او چین تر منځ سرحدي شخړه د ۱۹۵۰ په لسیزه کې رامنځته شوې وه او دواړو خواؤ په ۱۹۶۲ کال کې ددې شخړې له امله جګړه هم کړې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG