لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند امریکايي خبریال او فلم ساز ته ويزه نه ده ورکړې


هندي نژاد سنګ د امریکي شهري دي، څو واري هندوستان ته مخکې تللی دی او په هندوستان کې د کروندګرو د احتجاجونو، د کرونا وبا او په کشمیر کې د مسلمانانو د احتجاجونو به اړه یې فلمونه جوړ کړي دي
هندي نژاد سنګ د امریکي شهري دي، څو واري هندوستان ته مخکې تللی دی او په هندوستان کې د کروندګرو د احتجاجونو، د کرونا وبا او په کشمیر کې د مسلمانانو د احتجاجونو به اړه یې فلمونه جوړ کړي دي

هندوستان امریکايي خبریال او دستاوېزي فلمونو جوړونکي انګاد سنګ ته د ویزې ورکولو نه انکار کړی او هغه يې د نوي دلې د هوايي اډې نه ستون کړی دی. دا خبره د انګاد سنګ کورنۍ کړې ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، انګاد سنګ د مور او نورو خپلوانو سره لیدلو دپاره تېره هفته نوي دلي ته رسېدلی و خو هندي چارواکو ورته په هوايي اډه هېواد ته د داخلېدو یا انټري ويزه ورنه کړه.

سنګ ته د ويزې نه ورکړی کېدو خبره د هغه مور وي او ای ته وکړه.

سنګ د وایس نیوز نومې ادارې دپاره دستاوېزي فلمونه جوړوي.

د هغه مور ګورمیت کور وي او ای ته ویل اېندره ګاندي انټرنېشنل هوايي اډې ته په رسېدو ورته زوي په ټېسکټ پېغام کې وویل چې هغه راورسېدو خو پېنځلس منټه وروسته یې بیا خبر کړه چې د اميګرېشن چارواکو ترې پاسپورټ واخیستلو. درې ګنټې وروته نیویارک ته تلونکي پرواز کې کښېنول شو او امریکې ته ډيپورټ کړی شو.

هندي نژاد سنګ د امریکي شهري دي، څو واري هندوستان ته مخکې تللی دی او په هندوستان کې د کروندګرو د احتجاجونو، د کرونا وبا او په کشمیر کې د مسلمانانو د احتجاجونو به اړه یې فلمونه جوړ کړي دي. هغه د "لوو جهاد" یا د مينې جهاد په اړه هم فلم جوړ کړی چې بنیاد يې د شي لاس د سخت دریځه هندو مذهب منونکو دا عقیده ده چې مسلمانان خپل مذهب د خپرولو دپاره هندو ښځې مسلمانوي او ودونه ورسره کوي.

سنګ په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کې د نوي دلي په شاهین باغ کې د مسلمانانو د احتجاج په اړه هم فلم جوړ کړی دی. د وي او ای د رپورټ ترمخه دغه احتجاج د هندوستان د هغه قانون په ضد کېدلو چې ترمخه یې د مسلمانانو نه علاوه د سیمې په نورو ملکونو کې د نورو مذهبونو منونکي خلک هندوستان ته مهاجرت یا اميګرېشن کولی شي.

د دې نه وروسته هغه په هندوستان کې د کرونا وبا په اړه هم دستاوېزي فلم جوړ کړو چې د اېمي انعام دپاره هم نامزد شوی و.

د هغه کورنۍ وايي دا ځل سنګ هندوستان ته په شخصي کچه سفر کولو خو د هندي مامورینو شک و چې هغه به مسلکي کار هم کوي. د هغه مور وویل زوی يې په هندوستان کې خپلوان لري او په شخصي ډول یې سفر کولو خو د هندي مامورینو فکر و چې هغه به صحافت هم وکړي.

څو کاله وړاندې سنګ د هندوستان د دلېت قوم په اړه فلم جوړول غوښتل خو ويزه نه وه ورکړی شوي. د وي او ای د رپورټ ترمخه، د هندوستان د ذاتونو د درجه بندۍ په نظام کې دلیت تر ټولو لاندې ګڼل کېږي او د اچوتونو په نامه هم یاديږي.

ګورمیت کور د فېس بک په خپله پاڼه وویل زوی يې د صحافتي کار په سبب ډيپورټ کړی شو ځکه چې د بهارتیا جنتا پارټۍ وزیراعظم نرندره مودي په حکومت به يې تنقید کولو. هغې وویل هندي چارواکو د هغې زوي ته د ويزې نه د انکار سبب نه دی ښودلی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه لږ تر لږه دوو صحافتي تنظیمونو د سنګ د ډيپورټ کېدلو غندنه کړې او دغه ګام يې د حکومت انتقام او ویرول بللی.

د انډین جرنلسټس یونین یا د خبریالانو د اتحاد صدر ګيتارتا پاتک وویل د سنګ ډيپورټ کېدل د تشویش وړ دی او د هغه رجحان برخه ده چې حکومتي مامورین پکې خبریالان ویروي او زوروي.

د انټرنېشنل فېډرېشن اف جرنلسټس په ټوېټر پېغام کې وویل د سنګ بېرته لېږل کېدو کې د حکومت انتقام او ویرول لیدل کېږي. تنظیم وویل د حکومت د ګام سخته غندنه کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د هندوستان د کورنیو چارو وزارت د سنګ په اړه څه بیان نه دی جاري کړی او د وي او ای ټېلې فونونو ته یې ځواب نه دی وېلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG