لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اېچ او وايي په هندوستان کې د کرونا وبا دلاسه د مړو شمېره زیاته ده، هندوستان یې تردید کوي


د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، ویلي په هندوستان کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو خلکو تعداد د ښودل شمېرو نه لس چنده او د دنیا تر ټولو زیات دی خو د هندوستان حکومت د ډبلیو اېچ او دغه خبره ردوي

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، ویلي په هندوستان کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو خلکو تعداد د ښودل شمېرو نه لس چنده او د دنیا تر ټولو زیات دی خو د هندوستان حکومت د ډبلیو اېچ او دغه خبره ردوي.

د وي او ای رپورټ وايي د ډبلیو اېچ او په یوه څېړنه کې وېل شوي چې د تېر کال تر اخېره پورې په هندوستان کې د کرونا وبا نه څلور اشاریه اووه مېلین کسان مړه شوي وو خو د هندوستان حکومت دغه شمېره 481000 څرګندوي.

نورې څېړنې چې پکې د طبې مجلې لېنسېټ د تېرې میاشت مطالعه هم شامله ده، وايي په هندوستان کې د کرونا وبا نه د خلکو د مرګونو شمېره کمه ښودل شوي او دغه تعداد د ښودل شویو شمېرو نه شپږ یا اووه چنده زیات دی.

د وي او ای رپورټ وايي په هندوستان کې د مرګونو په اړه د ډبلیو اېچ او په اندازه کې د هغو خلکو شمېره شامله ده چې نېغ په نېغه د کرونا نه مړه شوي او یا د صحت د خېرښېګړې په نظام د کرونا د اثراتو له امله د خلکو ژوندونه تللي دي.

خو د هندوستان حکومت د ډبلیو اېچ او دغه طریقه رد کړې او ویلي يې دي چې ډبلیو اېچ او زیاتې شمېرې ښودلي او د هندوستان تشویش ته یې ځواب نه د ی ویلي او هغه مصدقه معلومات یې نظرانداز کړي چې هندوستان د ملګرو ملتونو دغې ادارې ته ورکړي دي.

د هندوستان د صحت او د کورنیو د خېر ښېګړې وزارت وویل هندوستان د یو اشاریه درې بېلین ابادۍ ملک دی چې د مختلفو قومونو خلک پکې ژوند کوي او د ملګرو ملتونو دا طریقه چې د یو ناپ پېزار د ټولو دپاره سم دی هندوستان دپاره سمی نه خوري. د وي او ای رپورټ وايي ماهرین وايي پکار ده چې د ډبلیو اېچ او څېړنه سنجیده واخیستل شي ځکه چې دا د نورو څېړونو سره سمون خوري.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG