لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندوستان د چین ووهان سیمې نه خپل ۳۲۴ وګړي ویستلي


د چین په وهان سیمه د مرګوني کرونا وایرس د خوریدو وروسته هندوستان د دغه سیمې نه خپل ۳۲۴ وګړي ویستلي. د چین په یونیورسټو یا پوهنتونونوکې په سلګونو هندي ځوانان زده کړې کوي.

د خالي په ورځ نوي ډیلي ته د رسیدو وروسته دغه هندي وګړي د هندي پوځ لخوا جوړ کړل شوي یو ځانګړي سنټر ته لیږل شوي چرته چې به دوي د دوو اونیو (څوارلسو ورځو) لپاره یواځې ساتل کیږي.

دغه هندي وګړي په داسې مهال هندوستان ته رسیدلي چې د زیارت په ورځ هندوستان پخلی کړی چې په کیرالا ایالت کې یو زده کونکی چې د ووهان نه هند ته راستون شوی په کرونا وایرس اخته شوی. د ابادۍ په لحاظ د نړۍ په دویم لوې هیواد هندوستان کې دا وخت ټول پام د کرونا وایرس چمتوالي ته دی.

د خالي په ورځ نوي ډیلي ته رسیدلو تنانو کې د ۲۰۰ نه سېوا زده کونکي دي. په چین کې د ۲۰۰۰۰ (شلو زرو) نه سیوا هندي زده کونکي دي چې اکثره يې صححي زده کړې یا د میډیکل سبقونه وايي.

د هندوستان یوه بله الوتکه به ډیر زر د ووهان او په نژدې سیمو کې نښتي خپل وګړي راوباسي. ووهان او خواو شا سیمې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره په مکمله توګه تړل شوي دي.

هندي چارواکي د چین او هانګ کانګ نه راتلونکي ټول مسافرو سخته څارنه کوي. او د هندوستان په اووه لویو ایېرپورټونو یا هوايي ډګرونو د کرونا وایرس شکمن تنان معلومیدو وروسته دوي ځانګړي مرکزونوته لیږل کیږي.

China Virus
China Virus

د هندوستان په اته ایالتونو کې تر اوسه ۴۰ شکمن کسان (قرنطین) یواځې ساتل شوي دي. په هندوستان کې د صحت ماهران وايي په هندوستان کې د کرونا وایرس مخنیوي لپاره سخته څارنه مهمه ده. د هندوستان د صحت وزیر هارش وردهن روانه اونۍ ویلي وو چې د کرونا وایرس مخنیوي لپاره هر قسمه ګامونه پورته کوي.

تیره ورځ د هندوستان حکومت د چین نه د ځان ساتونکي جامو او مخ پټولو ماسکونو په درامد بندیز هم لګولی ځکه د دغه ماسکونو او جامو په چین کې طلب سېوا شوی. د هندوستان دوه لویو هوايي شرکتونو د چینهوايي سفرونه (فلایټونه) په عارضي توګه ځنډولي او حکومت خپلو خلکو ته ویلي چې چین ته د سفر کولو نه دې ډډه وکړي.

د هندوستان تر څنګ بنګله دېش او سري لنکا هم د چین نه د خپلو وګړو ویستل پېل کړي دي. د خالي يا شنبې په ورځ سري لنکا خپل ۳۳ زده کونکي د چین نه ویستلي. په سري لنکا کې د کرونا وایرس د یوې پېښې پخلی شوی.

XS
SM
MD
LG