لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د کرکټ نړيوال کپ اتلوالي ګټلو ته لېواله دی


په برتانيه کې د کال 2013 د چيمپين ټرافي ګټلو نه پرته هند سره د دومره استعداد لا تر اوسه ولې داسې بله غټه ګټه په خپل نوم کړې نه ده؟ دا موضوع د روان کپ په اړه د بحثونو نچوړ دی.
په برتانيه کې د کال 2013 د چيمپين ټرافي ګټلو نه پرته هند سره د دومره استعداد لا تر اوسه ولې داسې بله غټه ګټه په خپل نوم کړې نه ده؟ دا موضوع د روان کپ په اړه د بحثونو نچوړ دی.

د خبري ادارې ای اېف پي د لوبو د پاره خبريال شاهد هاشمي ليکي چې د خپل استعداد په بنياد د هند کرکټ لوبډله چې په سوپر اېټ کې داخله شوې د روان ټي ټونټي کپ ګټلو په هڅه کې د مرام په لور ده.

په برتانيه کې د کال 2013 د چيمپين ټرافي ګټلو نه پرته هند سره د دومره استعداد لا تر اوسه ولې داسې بله غټه ګټه په خپل نوم کړې نه ده؟ دا موضوع د روان کپ په اړه د بحثونو نچوړ دی.

هند په مهم وختونو کې تيندک خوړلی لکه په کال 2015 کې په سيمي فاينل کې راپرېوت او بيا د کال 2019 په نړيوال کپ کې يې لوبه بايله. په کال 2023 کې يې په خپل کور کې د اسټريلپا خلاف پايلوبه بايله چې د هند په احمد اباد ښار کې شوې وه.

يوازينی ټي ټوينټي نړيوال کپ يې په کال 2007 کې ګټلی و.

کله چې د ټي ټوينټي د نهم ځل ميدان په امريکه کې ولګېد نو د کرکټ نړيوالو ځلېدونکو تبصره کونکو تمه څرګنده کړه چې هند د لوبډلو په غوره جومله کې حسابيږي. په يو ګران وخت کې د روهيت شرما په مشرۍ کې هند ايرلينډ ته ماتې ورکړه او خپل مزل يې پيل کړو.

خو د هند تله هله درنه شوه کله چې يې خپل روايتي مخالف پاکستان ته ماتې ورکړه. هند د يو ډېر کم هدف دفاع وکړه چې ټول 120 رنزونه وو او په مقابل کې يې پاکستان چې په مظبوط حيثيت کې و د ګټې يوه ښه موقع د لاسه ورکړه او په شپږ رنز يې لوبه وبايلله ګني په مخالف يې بری موندلی شو.

د هند منلی کرکټ ستوری او پخوانی لوبډلمشر کپيل ديو ګڼي د هند لوبډله پوره توان لري چې دا ټرافي وګټي. هغه وي او ای ته وايي “د هند لوبدلې سره د تجربه کاره او ځوان کول يو ښه مشترک قوت شته”. د هند لوبډلې د دېو په مشرۍ کې په کال 1983 کې د کرکټ نړيوال کپ ګټلی و.

کپيل دېو وايي “زما د پاره د پاکستان خلاف لوبه د بدلون نقطه وه. د يو بيلونکي او زړه ماتي حيثيت نه راوتل او لوبه ګټل ښيي د هند لوبډلې دا وښودله چې دا جايزه ګټلی شي”.

د هند سره په ګروپ ای کې پاکستان، ايرلينډ، امريکا او کينېډا لوبډلې وې او قياس کېدو چې هند به د ګټې سرخېل وي.

هند په خپل ګروپ کې په سر کې راغلی دی او اوس په سوپر ايټ ګروپ ون کې ورسره افغانستان، بنګله ديش او د اسټريليا لوبډلې دي او اټکل شوې چې هند به سيمي فاينل ته ورسي.

دا به د کال 2022 منظر بيرته تازه کول وي چې د هند لوبډله په اسريليا کې د ټي ټوينټي نړيوال کپ سيمي فاينل ته ورسېدله خو د برتانيه لوبډلې ورله خرابه ماتې ورکړه او لوبه يې ترې په لسو وېکټونو وګټله.

هندی خبريال وجی لوکاپالی چې د لوبو په اړه ليکل کوي وايي چې د هند په غټو سيالو کې د بايللو په اړه څه ويل اسان نه دي خو زغم کول مهم دي او داسې اسټريليا کولی شي چې څنګه د لوېدلې کچې نه راپورته شي خو هند اکثر داسې ونه کړی شي.

هغه وايي په هندي لوبډلې د ولسي فشار د لاسه د بايللو ويره خؤره وي ځکه خلک په احترام سره بيلات منلو ته تيار نه دي.

د هند پخوانی الراونډر مدن لال چې د کال 1983 د نړيوال کپ ګټونکې لوبډلې برخه و کوهلي او روهيت ته نوره موقع ورکوي چې په تېر کې يې نړيوالې سيالۍ ګټلي او غواړي به چې دا هم وګتي خو وايي “زه به دا ونه وايم چې دا د ويرات او روهيت سره اخري موقع ده چې د ايي سي سي دا کپ وګټي”.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG