واشنگټن —
د هندوستان په بهار او اترپردېش ریاستونو کې د درنو بارانونو له امله راغلو سېلابونو کې د ١٠٠ نه زیات کسان مړه شوې دي.
د چارواکو په وېنا په اترپردېش کې د جمعې د ورځې راهسې سېلابونو کې ٧٩ کسانو ژوند دلاسه ورکړی دی.
د اترپردېش په گاونډ کې، په بهار ریاست کې، لږ تر لږه ٢٥ کسان سېلابونو کې مړه شوي.
د چارواکو په وېنا په دغو ریاستونو کې په یو شمېر لویو ښارونو کې لارې کوڅې او ودانۍ د سېلابي اوبو دلاندې شوې دي.
په هندوستان کې ٧٥ فیصد بارانونه د پشکال په موسم کې کېږي چې د جولايي د میاشت نه شروع شي او د سپټمبر د میاشت په شروع کېدو ختم شي خو سږکال دغه بارانونه اوس هم کېږی چې ډیرې لاندې پرتې سیمې یې د اوبو دلاندې کړې دي.