چارواکي وائي دهندوستان په شمالي سيمو کې تيره اوونۍ شوؤ سختو بارانونو اؤ راغلي سيلاب کې دمړو شميره 600ؤ ته رسيدلې ده.
امدادي کارکوونکي هڅه کوي په لرې پرتو غرييزو سيمو کې هاغو زرگونو کسانو پورې ورسيږي ، چې په سيمه کې دبارانونو اؤ سيلابونو راتللو وروستو دغلته گير شوي وؤ، پوځ په سيمه کې دامدادي کارروائيو څارنه کوي.
چارواکي وائي پوځ اوس هم لرې پرتو سيمو ته په رسيدو کې بريالى شوى نۀ دى.
دهند داخله وزير سوشل کمار وائي چې 33 زره زائرين تر دې مهاله بچ کړل شوي ، خو د50ؤ زرو نه زيات کسان اوس هم گير دي.
داتراکهنډ رياست وزيراعلي وجى بهوگنانى يو سيمه ييز ټي وي چينل سره خبرو کې دمړو شميره 556 ښودلې ده.
دپوليسو يو مشر اجى چډها وائي اوس مهال دهغوي اوليت دا دى چې ماشومان اؤ ښځې دهيلي کاپټرو په ذريعه دسيمې څخه وويستل شي.
سرچينې وائي دبارانونو له امله ودانۍ يا خو راپريوتي اؤ يا په اوبو کې لاهو شوي اؤ ددې ترڅنگ گڼ شمير گاډو ته هم زيان رسيدلى، هاغه نري پلونه اؤ سړکونه چې دزائرينو تر سيمو غځيدلي وؤ هم تباه شوي دي.
په اغيزمنو سيمو کې دپاکو اوبو اؤ خوراکي موادو کموت هم رامينځته شوى دى.