لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د کرونا وبا د ممکنه اضافې په لړ کې څارنه او تیاری زیات کړی


که څه هم د هندوستان حکومت خلکو دپاره د ماسک لګولو پابندي لا بیا نه ده بحال کړې خو تېره هفته وزیراعظم نرېندره مودي په ولس غږ وکړو چې د کرونا وایرس د احتیاطونو سره سم چلند دې کوي او ماسک دې لګوي
که څه هم د هندوستان حکومت خلکو دپاره د ماسک لګولو پابندي لا بیا نه ده بحال کړې خو تېره هفته وزیراعظم نرېندره مودي په ولس غږ وکړو چې د کرونا وایرس د احتیاطونو سره سم چلند دې کوي او ماسک دې لګوي

په چین کې د کرونا وایرس په کېسونو کې د اضافې وروسته هندوستان د وبا څارنه زیاته کړې او د وبا د ممکنه زیاتوالي دپاره یې د صحت نظام تیاری کوي.

د وي او اي رپورټ وايي د وبا د ممکنه اضافې دپاره د تیارۍ ترڅنګ ماهرین خوشبینه دي چې په هندوستان کې به د کرونا خونړۍ څپه بیا خپره نه شي ځکه چې د ابادۍ لویه برخه خلک يې وېکسین شوي او یا د وایرس سره ښکار شوي دي.

هندوستان کې د دنیا په دویمه شمېره کې زیات د کرونا کېسونه رپورټ شوي دي.

د هندوستان حکومت د چین، چاپان، جنوبي کوریا، هانګ کانګ او تاي لېنډ نه تلونکو خلکو دپاره لازمي کړې ده چې هندوستان ته په رسېدو به د کرونا وایرس منفي ټېسټ ښښي. د بهر نه تلونکو خلکو وخت په وخت ټېسټونه هم کولی شي.

د هندوستان د صحت وزارت ریاستي هسپتالونو نه امر کړی چې په کرونا وبا کې د ممکنه اضافې دپاره دې تیاری ونيسي او دا چې په هسپتالونو کې په مناسب مقدار کې اکسیجن او وېنټېلېټرز موجود وي، د کرونا وایرس سختو مریضانو علاج دپاره استعمالېږي.

که څه هم د هندوستان حکومت خلکو دپاره د ماسک لګولو پابندي لا بیا نه ده بحال کړې خو تېره هفته وزیراعظم نرېندره مودي په ولس غږ وکړو چې د کرونا وایرس د احتیاطونو سره سم چلند دې کوي او ماسک دې لګوي.

هغه خلکو چې د کرونا ضد وېکسین یې نه دي لګولي هندي چارواکو پې غږ کړی چې ځانونه دي وېکسین کړي.

د وي او ای رپورټ وايي په هندوستان کې د کرونا وایرس درې څپې چلېدلي دي او تر ټولو زیاته خونړۍ پکې د تېر کال د اوړي په موسم کې وه چې په هسپتالونو کې بسترې نه وي، د اکسینجن کمی و او لسګونو زرګونه کسان په دغه مرض مړه شوي وو.

په ورستیو تېرو څو میاشتو کې په هندوستان کې د کرونا وایرس کېسونه کم شوي دي او په موجوده وخت کې په ملک کې د کرونا د کېسونو تعداد 3500 دی.

په چین کې د کرونا د بیا زیاتېدو نه پس په هندوستان کې هم په دې لړ کې تشویش زیات شوی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هندي مطبوعاتو د صحت وزارت د چارواکو له قوله وویل چې په اینده میاشت کې د کرونا په کېسونو کې اضاف کېدلی شي. چارواکي دغه اندازه په دې بنیاد لګوي چې هندوستان د مشرقي اېشیا نه قریباً یوه میاشت وروسته دی، یعنې که په دغه سیمه کې وایرس زیاتېږي نو هندوستان ته به یې اثرات قریباً په یوه میاشت کې رسېږي.

د هندوستان د عامه صحت تنظیم پبلېک هېلت فاونډېشن اف انډیا مشر شري نات رېدي وویل د هندوستان د ابادۍ 90 فیبصد خلک وېکسین شوي او د 50 فیصد نه زیاتو خلکو بوسټر ستنې هم لګولي دي. هغه وویل د کرونا د بلې څپې نه خلکو د مړينې او په هسپتال کې د بستر کېدو امکانات ډیر کم دي. نور ماهرین هم د رېدي د خبرې سره اتفاق لري.

هندوستان کې د کرونا وایرس 44 مېلینه کېسونه او د وبا نه تر پېنځه لکو پورې مرګونه رپورټ شوي دي. خو ځینې ماهرین وايي د 1.4 بېلین د ابادۍ په دغه ملک کې د کرونا وایرس نه د خلکو د ناروغه کېدو او مړ کېدو دغه شمېرې ممکنه ده چې زیاتې کره نه وي.

یادونه: د دې خبر معلومات په نوي دلي کې د وي او ای خبریال انجاپاسرېشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG