لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې د افغانستان په موضع غونډه، پاکستان او چین پکې شرکت ونکړو


د چین او پاکستان نه بغیر د هندوستان په کوربتوب د افغانستان په اړه غونډه کې د ایران، روس، قزاقستان، کرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او د ازبکستان چارواکو ګډون وکړو
د چین او پاکستان نه بغیر د هندوستان په کوربتوب د افغانستان په اړه غونډه کې د ایران، روس، قزاقستان، کرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او د ازبکستان چارواکو ګډون وکړو

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو او په امنیت د دې په اثرانو غور دپاره هندوستان د افغانستان د ګاونډیو ملکونو د چارواکو د یوې غونډې کوربتوب وکړو خو د چین او پاکستان استازې د شورو، چهارشنبې، ورځ په دغه ناسته کې شریک نه وو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف تېره هفته د هندوستان په غونډه کې د شرکت نه کولو خبره کړې وه او په غېر مستقیم ډول هندوستان په اشاره یې ویلي وو چې ورانولو والا د امن جوړونکی نشي کېدلی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه چین د هندوستان په غوڼده کې د ګډون نه کولو دپاره د وخت یا د شېډیول سبب ښودلی دی خو ویلي يې دي چې په ګڼ اړخیزه او دوه اړخیزه توګه هندوستان سره د افغانستان په باره کې خبرو ته تیار دی.

د چین او پاکستان نه بغیر د هندوستان په کوربتوب د افغانستان په اړه غونډه کې د ایران، روس، قزاقستان، کرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او د ازبکستان چارواکو ګډون وکړو.

د څېړوونکو ترمخه د غونډې مقصد په افغانستان کې د هندوستان د سکیورټي مفادات څرګندول وو چېرته چې د طالبانو د واکمنۍ نه پس د هند کردار په شا تللی دی او پاکستان چې د طالبانو سره ژورې اړیکې لري لاس بری یې ترلاسه کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د طالبانو د واکمنۍ په ترڅ کې د امنیت په اړه د تشویش لري چې افغانستان به د وسله والو ډلو مرکز جوړ شي او هند غواړي چې په دې لړ کې سیمه اجماع جوړه کړي.

د غونډې وروسته "دلي دېکلرېشن" یا اعلامیه کې وویل شوو چې ضرورت د دې خبرې دی چې افغانستان بیا د نړیوالې ترهګرۍ پناه ځای جوړ نشي.

په اعلامیه کې د تندورۍ، بنیاد پرستۍ، بېلتون خوښۍ او په سیمه کې د نشۍ توکو د قاچاق په ضد د اجتماعي همکارۍ غوښتنه وشوه.

په اعلامیه کې افغانستان سره د بشري مرستې غوښتنه هم وشوه.

د هندوستان د قامي سلامتیا مشیر اجیت دوول په افغانستان کې حالات نه یوازې د افغانانو دپاره بلکې د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې دپاره مضمرات لري.

هغه وویل د سیمې امنیت دپاره ضروري ده چې صلاح مشورې او همکاري زیاته کړي.

د وي او ای رپورټ‌ وايي هندوستان تشویش لري چې د طالبانو ګټه به د هند په ضد جنګېدونکي وسله والې ډلې لکه لښکر طیبه او جېش محمد زړه ورې کړي.

رپورټ وايي د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته په افغانستان کې د هندو صورتحال ته ډیر نقصان رسېدلی دی او د "نرم طاقت" دلارې هند په افغانستان د بېلینونو ډالرو سرمایه کاري کړې ده.

که څه هم هندي چارواکو د اګست په 31 نېټه په قطر کې د طالبانو سره لېدلي دي خو هندوستان ‌په موجوده وخت کې په افغانستان سفارتکار نه لري.

د هندوستان د خارجه وزارت چارواکو ویلي په افغانستان د هندوستان په غوڼده کې د پاکستان شرکت نه کوول د افسوس خو د حېرت خبره نه ده او د اسلام اباد د دې ذهنیت غمازي کوي چې افغانستان ته د خپل تحفظ دلاندې ملک په حېث کتنه کوي.

په نوي دلي کې د افغانستان په اړه د غونډې نه یوه ورځ وروسته به پاکستان د افغانستان په موضوع د خبرو کوربتوب کوي چې پکې به د چین، روس او امریکې استازي ګډون کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په ماسکو، تهران، نوي دلي او اسلام اباد کې په افغانستان د غوڼدو په باره کې خوشبېني څرګنده کړې ده.

په اسلام اباد کې کېدونکي غوڼده د "ټروېکا پلس" بهیر برخه ده او پاکستاني چارواکو ویلي په غونډه کې د طالبانو موقتي خارجه وزیر امیرخان متقي هم بلنه ورکړی شوي ده.

د وي او ای رپورټ وايي د اسلام اباد په ناسته کې به د افغانستان دپاره د امریکې نوی ګمارل شوی استازی ټامس وېسټ هم شرکت کوي.

یادونه: دا خبر د وي او ای خبریالې انجانا پاسرېشا د نوي دلي نه تیار کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG