لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جی په هند غږ کړی چې په کشمیر کې دې خبریالان نه ځوروي


د جمعې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د هندوستان استازي سید اکبرالدین خبریالانو ته وویل په کشمیر کې لگوول شوي بندیزونو کې به نرمي کولی شي. هغه وویل په کشمیر کې د بندیزونو مقصد د "ترهگرو" مخه نیول وو
د جمعې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د هندوستان استازي سید اکبرالدین خبریالانو ته وویل په کشمیر کې لگوول شوي بندیزونو کې به نرمي کولی شي. هغه وویل په کشمیر کې د بندیزونو مقصد د "ترهگرو" مخه نیول وو

د خبريالانو د تحفظ نړيوال سازمان سي پي جی په هند غږ کړی چې په جمو او کمشير کې دې د خبريالانو د ځورولو نه په سمدستي ډول لاس واخلي او خبریالان دې پرېږدي چې په ازادۍ خپله دنده ترسره کړي.

کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس دغه غوښتنه په داسې حال کړې ده چې ادارې ویلي د هند امنيتي ادارو دوه خبريالان نيولي او دخپلې ولکې دلاندې کشمير کې يې له تېرو دوو هفتو راهېسې د انټرنېټ، موبایل او ځمکني ټېلې فون نظام بند کړی دی.

د آېشيا لپاره د سي پي جی مشرې عاليه افتخار په نيويارک ښار کې وویل هند له پکار ده چې د خپل آیين او جمهوريت درناوی وکړي او په کشمير او نورو سيمو کې د صحافت د آزادۍ بينادي حقونه خوندي کړي.

مېرمن افتخار وویل په کشمير کې د اړيکو تړل د وړاندې نه د هند لخوا د صحافت د آزادۍ سرغړونه ده او په داسې حال کې بيا د خبريالانو نيول د هغوي ويرول د صحافت د آزادۍ په لاره کې لوي خنډ دی.

سي پي جی وویل د هندوستان پوځ په 14 اګست د ګرېټر کشمير ورځ پاڼې خبريال عرفان ملک په ترال نومې ښارګوټي کې د خپل کور نه نيولی وو.

د سيمې نه دريو خبريالانو د خپل امنيت په خاطر د نوم نه ښودلو په شرط سي پي جی ته وویل پوځ نيول شوی صحافي سحر په ضمانت خوشې کړو.

د نيول شوي خبريال پلار محمد آمين ملک خبريالانو ته وویل د هند پوځ د هغوي زوی عرفان ملک د شپې 11:30 بجې دخپل کور نه ګرفتار کړو او چې دوی يې د نيولو علت وپوښتلو نو پوځيانو ورته هېڅ ځواب ور نه کړو. نوموړي وویل په سيمه کې د هرډول رابطو له تړل کېدو لکبله هغوی د خپل کور نه يوه ګنټه لرې سري نګر ښار ته لاړل چې ميډيا د خپل زوي په نيولو خبر کړي.
محمد ملک وویل کله چې هغوي د آوانتي پوره د پوليسو مشر طاهر سليم نه دخپل زوي په اړه د کمک غوښتنه وکړه نو هغه پوښتنه وکړه چې آيا د دوی زویعرفان ملک په ورستيو کې کوم لانجمن رپوټ خو نه دی ليکلی نو وايې دوي ورته وویل چې دوه هفتو نه اخبارونه تړل شوي دي نو څنګه به د دوي زويآخبار کې لانجمن رپورټ ليکلی وي. د عرفان ملک پلار مطبوعاتو ته ويلي په دې خبره ورته د پولیس اېس پي طاهر سليم ډاډ ورکړو چې خفه کېږه مه،زویبه يې زر خوشې کړی شي.

د جمو او کشمير د پوليسو مشر دل باغ سنګ او روهيت کنسال د خبريالانو د نيولو په کشاله د CPJ پوښتنو ته ځواب نه دی ويلي.

د خبريالانو د تحفظ نړيوال تنظيم CPJ وايې چې ګرېټر کشمير نومې ورځ پاڼې به په کشمير کې د لومړي کړکېچ وروسته واړه واړه خبرونه چاپ کول خو وايې له 5 اګست رهسې يې خپل وېب ساېټ هم نه دی تازه کړی.

د ملک عرفان نه علاوه د BRUT INDIAخبريال حاذق قادری هم نيول شوی د نوموړي خپلوانو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي د جمو او کشمير پوليسو حاذق قادري د اګست په 11 مه نېټه تر 12 ساعتو په بند کې هغه وخت اچولی وو کله چې هغه د صفا کدال تاڼې په سيمه کې يوه وېډيو جوړوله، وايې پوليسو له هغه نه د هغه موبال ټېلي فون په زور اخستی وو چې بل سحر يې ورته واپس کړو.

د هندوستان پوځ او د جمو او کشمير پوليسو دخبريالانو نيول او دهغوي زورول په داسې حال پېل کړي دي چې د هند حکومت د اګست په 5 مه نېټه د خپلې ولقې لاندې کشمېر نيم خپل واکه حېثيت ختم کړی چې په ضد يې د کشمير او هند نه علاوه د نړۍ په نورو ملکونو برطانيه يورپ او امريکا کې هم احتجاجونه راپورته شوي دي او د جمې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيتي شورا هم د کشمير په اړه غونډه کړې ده.

د سي پي جی په رپورټ د هندوستان د حکومت دریځ په سمدستي توگه نه دی ترلاسه شوی خو ادارې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې د خبریالانو د ازادۍ په اړه تشویش په داسې حال کې څرگند کړی دی چې هند په سیمه کې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړې دي.

د جمعې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د هندوستان استازي په کشمیر کې د امنیتي گامونو دفاع وکړه.

د هندوستان استازي سید اکبرالدین خبریالانو ته وویل په کشمیر کې لگوول شوي بندیزونو کې به نرمي کولی شي. هغه وویل په کشمیر کې د بندیزونو مقصد د "ترهگرو" مخه نیول وو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG