لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د ازادۍ 75 مه کلیزه ولمانځله


د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د نوي دلي د لال قلعې نه د ازادۍ د ورځ دستورې ته وېنا وکړه
د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د نوي دلي د لال قلعې نه د ازادۍ د ورځ دستورې ته وېنا وکړه

هندوستان برطانيي نه د ازادۍ ۷۵ دستوره ولمانځله او په دې موقع وزیراعظم نرندره مودي وویل چې په اینده ۲۵ کلونو کې به ملک د ترقي یافته ملکونو کې په صف کې شامل کړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ازادۍ د ورځ په مناسبت د نوي دلي د لال قلعې نه قام ته وېنا کې مودي وویل چې هندوستان د پرمخته تللي ملکونو په فهرست کې شاملول لوی قرارداد دي خو پکار ده چې په ټول قوت د مقصد ترلاسه کولو دپاره کار وکړی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ازادۍ د ورځې دستورې دپاره خصوصي حفاظتي ګامونه اخیستل شوي وو او په زرګونو پولیس ګمارل شوي وو.

د رپورټ ترمخه د ازادۍ د ورځ دستورې په موقع وزیراعظم ته په لومړي ځل په هندوستان کې جوړو د ۲۱ توپو سلامي

ورکړی شوه او دې ته په اشاره مودي وویل پکار ده چې هندوستان خودانحصاره شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د امریکې صدر جوبایډن هندوستان ته د ازادۍ په ۷۵ کال مبارکي ورکړه.

یادونه: د دې خبر معلومات نوي دلي نه د خبریالې انجانا پاسریشا نه رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG