د هندوستان د خلايي پروګرام لخوا سپوږمۍ ته ليږل شوې سپوږمکۍ (سېټلاېټ) سپوږمۍ ته د کوزيدو په وخت د خپل مرکز سره اړيکې پرې شوي.
روان کال د جولايي په مياشت کې هندوستان په دويم وارې د چندريان دويم په نامه مصنوعي سپوږمکۍ خپل هدفته لیږلې وه. چندریان دویم د اګست پر ۲۰مه نېټه د سپوږمۍ مدارته رسیدلې وه او اټکل کیدو چې د جمې په ورځ به د هند سپوږمکۍ پر قدرتي سپوږمۍ کنيول شي او خپلو څېړنو ته به دوامورکړي.
خو سپوږمۍ ته د کوزیدلو په اخيري شېبو کې چندریان دویمه سپوږمکۍ په مزکه د خپل مرکز سره رابطه وشلیده. د هندي رسنيو د رپورټونو ترمخه سپوږمکۍ په اخيرنيو شېبو کې د بنګلور له فضايي مرکز له څاره ووته او اوس يې څيړنې روانې دې.
د هندوستان وزیراعظم نريدرا مودي او نور حکومتي وګړي په دغه مهال د بنګلور فضايي مرکز کې موجود وو او د سپوږمکۍ د کوزیدلو دغه سفر يې د کپميوټر د لارې نېغ په نېغه کتلو.
د هندي مطبوعاتو تر مخه د سپوږمکۍ (سټلايټ مشن) مشر کيلا سوان ديو نریندرا مودي ته د خپل سېټلاېټ سپوږمۍ ته د نه رسیدو خبر وکړو،چې دوی ونه توانيدل چې په کاميابه توګه سپوږمکۍ د سپوږمۍ پر مزکه کينول شي.
د هندوستان د خلايي پروګرام مشر وکرم لينډرويلي چې هر څه د پلان سره سم روان وو خو سپوږمکۍ له سپوږمۍ څخه يوازي پر دوه اشاريه يو کلو ميتر فاصله لا درکه شوه او د سټېشن سره يې رابطه پرې شوه، او د کمپیوټر له پردې ورکه شوه.
د هند وزیراعظم نريندرا مودي د دغې وروسته په یاد مرکز کېوينا وکړه او د مشن و مامورينو ته يې ډاډ ورکړ او د دغه مشن کارکوني يې وستاېل:٫٫ستاسو لاس ته راوړنه کمه نه ده، خپل زړونه لوې ساتۍ.٬٬
هندوستان په لومړي ځل په کال ۲۰۰۸م کې د چندريان يو په نامه مصنوعي سپوږمکۍ و خلا ته لیږلې وه چې هدف يې په سپوږمۍ کې د اوبو څېړنه وه.