د هندوستان د وزیراعظم نریندرا مودي واکمن هندو ملتپال ګوند، بهارتیا جنتا پارټۍ (بي جی پي)، د هېواد په مرکزي سیمه کې، چې نوی ډیلی هم پکې شامل دی، د ایالتي اسمبلۍ ټاکنې ګټلي دي.
دا لومړی ځل دی چې بي جی پي په دې سیمه کې له ۲۷کاله وروسته زیاتې چوکۍ ګټلې دي .
د شنبې -خالي په ورځ د هند د ټاکنو کمېسیون لخوا خپاره شوي رسمي معلومات ښيي چې بي جی پي د ۷۰ څوکيو څخه ۴۷ خپلې کړي، او د "عام آدمی پارټۍ" (اې اې پي) حکومت یې پای ته رسولی، چې له کال ۲۰۱۵م راهیسې یې په نوي ډیلي واک درلود.
معلومات ښیي چې عام ادمي پارټۍ په دې ټاکنو کې ۲۲ څوکۍ ترلاسه کړې، او د یوې پاتې څوکۍ پایله لا تر اوسه نه ده اعلان شوې.
د هند تر ټولو ستر اپوزېشن ګوند، کانګریس، پرلهپسې په درېیم ځل په دې ایالتي ټاکنو کې هېڅ څوکۍ ونه ګټله.
د عام ادمي پارټۍ مشر اروند کیجریوال خپله څوکۍ بایلوده
په دې ټاکنو کې د اې اې پي باني او مشر، اروند کیجریوال، او د هغه مرستیال، منیش سسودیا، خپلې څوکۍ بایلودې. سره له دې چې د دوی ګوند د فلاحي پالیسو او د فساد ضد کمپاین له امله پراخه ملاتړ درلودو.
کیجریوال د ټاکنو پایلې ومنلې او په یوه ویډیويي بیان کې یې بي جی پي ته په ترلاسه کړې بریا مبارکي ورکړه،هغه ویلي"موږ د ولس پرېکړه په عاجزۍ سره منو"
هغه هیله وښوده چې بي جی پي به خپلې انتخابي ژمنې پوره کړي"موږ په تېرو ۱۰ کلونو کې د روغتیا، تعلیم او اساسي خدمتونو په برخه کې ډېر کار کړی. موږ به نه یوازې د یو تعمیري اپوزېشن رول ولوبوو، بلکې د خلکو ترمنځ به پاتې کېږو او خدمت ته به دوام ورکوو."
د بي جی پي د پلویانو جشنونه
د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، د بهارتیا جنتا پارټۍ پلویانو د خپل ګوند بیرغونه او د مودي انځورونه پورته کړي وؤ، شعارونه يې ورکول او د ګوند د مرکزي دفتر مخې ته یې د خوښۍ څاګانې وکړې.
د بي جی پي مهم مشر او د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه، د خپل ګوند بریا د ولس د باور نښه وبلله، اؤ ویې ویل "خلک هر ځل په دروغو نه غولېږي"
نوموړي ژمنه وکړه چې بي جی پي به د وزیراعظم مودي تر مشرۍ لاندې نوی ډیلي "د نړۍ اول نمبر پایتخت" جوړ کړي او خپلې وعدې به پوره کړي.
"زموږ بریا د مودي د پرمختګ په پالیسو د ولس د باور ثبوت دی"
د شنبې د ورځې بریا د بهارتیا جنتا پارټۍ یوه ستره سیاسي کامیابي بلل کېږي. دا وروسته له هغې ده چې تېر کال یې په قامي ټاکنو کې قاطع اکثریت ترلاسه نه کړی شو خو د ایتلافي ګوندونو سره یې په ګډهحکومت جوړ کړ.
بي جی پي د ۲۰۲۴ کال په قامي ټاکنو کې ځینې بایللې سیمې بېرته خپلې کړې، او تېر کال یې د شمالي هریانه او لوېدیځ مهاراشترا ایالتونو ایالتي ټاکنې وګټلې.
د ټاکنو نه وړاندې اقتصادي مراعات
بي جی پي د ټاکنو نه وړاندې په مرکزي بجټ کې د منځومانه طبقې د معاشونو مالیات کم کړل، چې دا د دوی د مهمو رایه ورکوونکو یوې برخې ته یو لوی امتیاز و.
د انتخابي کمپاین پر مهال، مودي او کیجریوال دواړو د حکومتي ښوونځیو د بیا رغولو، د وړیا روغتیایي خدماتو، د وړیا برېښنا، او بېوزلو مېرمنو ته د میاشتني د ۲،۰۰۰ هندي روپیو (۲۵ ډالرو) د مرستو ورکولو ژمنې کړې وې.
کیجریوال او د هغه د ګوند دوه نزدې مشران تېر کال د شرابو د لایسنس په یوه قضیه کې د بډو اخېستو په تور ونیول شول، خو دوی دا تورونه رد کړي، او دا یې د سیاسي انتقام یوه هڅه بللې ده.
وروسته د هند سترې محکمې دوی ته ضمانت ورکړ، او له زندانه د خوشې کېدو وروسته، کیجریوال د وزیر اعلا له څوکۍ استعفا ورکړه، او د خپل ګوند تر ټولو لوړپوړې غړې، اتیشي، یې پر خپل ځای وګومارله، چې هغې خپله څوکۍ په تازه ټاکنو کې وګټله.
اپوزېشن ګوندونو د کیجریوال نیول غندلي وؤ او د مودي حکومت یې تورن کړ چې د مرکزي ادارو څخه د سیاسي مخالفینو د کمزوري کولو لپاره ناوړه استفاده کوي.
کیجریوال په کال ۲۰۱۲ کې عام ادمي پارټي جوړه کړه ، چې د فساد ضد عامه قهر یې سیاست ته راکاږلی و. د هغه فلاحي پالیسو د دولتي ښوونځیو د اصلاح، ارزانه برېښنا، وړیا روغتیایي خدماتو، او ښځو ته د بسونو د وړیا ټکټونو ورکولو د خلکو پام ځانته راګرځولی ؤ.
په ۲۰۲۰م کال کې، دغه ګوند د نوي ډیلي د ایالتي اسمبلۍ له ۷۰ چوکيو څخه ۶۲ وګټلې، بي جی پي ته یې یوازې ۸ چوکۍ پرېښودې، او کانګریس یې بېخي صفر ته راښکته کړ.
بي جی پي په ۱۹۹۸ کې د کانګریس لخوا له واکه لرې کړل شوی و، چې کانګریس بیا ۱۵ کاله پر نوي ډیلي واکمني کړې وه.
Forum