لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي سي سي ائي : دپاکستان ددورې لپاره هندي حکومت اجازت ورکړې


د روایتي حریفانو هندوستان او پاکستان په منځ کې تعلقاتو د ښه کولو د پاره کړکړ ډپلومیسي یا د کرکټ سفارتکارۍ اهم کردار ادا کړی دی
د روایتي حریفانو هندوستان او پاکستان په منځ کې تعلقاتو د ښه کولو د پاره کړکړ ډپلومیسي یا د کرکټ سفارتکارۍ اهم کردار ادا کړی دی
دهند کرکټ بورډ دنهې په ورځ وئيلي دي چې دسږکال په اخره کې يې هند ته دپاکستاني ټيم ددورې لپاره دحکومت منظوري ترلاسه کړې ده.
دهند کرکټ بورډ سږکال ددسمبر او دراروان کال دجنورۍ په مياشتو کې پاکستان ته ددريوؤ يو ورځنو او دوؤ ټي ټوئنټي ميچونو لوبولو بلنه ورکړې.
په نوي ډيلي کې دهند دداخله سکتر ار کى سنگهـ او دبورډ دچارواکو ترمينځ ديوې ليدنې وروستو دهند دکرکټ بورډ وياند راجيو شکلا خبريالانو ته وويل مونږ دامنيتي انديښنو دټولو اړخونو جاج اخستى او(دپاکستان دوره ) پځايې ده.
سرچينې وائي دپاکستان او هند ترمينځ به يو ورځني ميچونه په چينائي، کولکته او نوي ډيلي او ټي ټوئنټي ميچونه به بنگلور او احمداباد کې ترسره کيږي.
پاکستان هند ته خپله اخري دوره په کال 2007م کې کړې وه او کال 2008م کې دهند په ممبۍ ښار کې ترهه گريزو بريدونو کې د150ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو وروستو دغو دواړو روايتي رقيب هيوادونو دکرکټ کوم سيريز نۀ دى لوبولى.
په نزدې مياشتو کې ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو دپځايې کولو عمل پيل شوى ، چې پکې دکرکټ دبحالۍ پشمول په بيلا بيلو څانگو کې يو بل سره دمرستو په سيوا کولو خبرې اترې شوي.
تيرکال دپاکستان او هند ترمينځ په موهالي کې دورلډ کپ دسيمي فائنل په مهال ددواړو هيوادونو وزيراعظمانو ليدنه هم کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG