لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او امریکا وایي پاکستان دې د ترهگرو خلاف "د اعتبار وړ" گامونه واخلي


هند او امریکا دواړو، یو ځل بیا پر دې خبرې ټینگار کړی چې پاکستان ته په کار ده د ترهگرو او ترهگرو ډلو پرضد "اغیزمن، د اعتبار وړ، او نه راگرځیدونکي" گامونه اوچت کړي.

امریکا دا هم ویلي چې د ترهگرۍ پرضد جنگ کې، د هند د خلکو او ریاست ملاتړ ته به دوام ورکړي. همدا راز دواړو هیوادونو پر دې خبرې کړي چې د ترهگرو د سفر د وړتیا محدودولو دپاره گ معلوماتو د شریکولو او نورو اقداماتو په برخه کې همکاري پیاوړې کړي.

د امریکې د خارجه وزارت د بیان ترمخه، د هند او امریکې چارواکي د مارچ پر ٢٩مه په واشنگټن ډي سي کې د ترهگرۍ په خلاف د دواړو ملکونو د مشترکه کاري ډلې شپاړسمه ناسته جوړه کړله.

د هند لخوا د استخبارتي ادارې او خارجه وزارت د گډ پلاوي مشري، شري مهاویر سینگهوي کوله، او د امریکایي اړخ د پلاوي مشري بیا د ترهگرۍ ضد چارو د کوارډینیټر ناتان سیلز په غاړه وه.

دواړو ډلو د تروریزم خلاف د امریکا او هند ترمنځ پر همکاریو غور وکړ او فیصله یې وکړه چې د دوه اړخیزو تعلقاتو پر دغه مهم عنصر باندې خپلو نږدې همکاریو ته ادامه ورکړي.

امریکایي پلاوي د هند له خلکو او ریاست سره، د ترهگرۍ خلاف جگړې کې د امریکا پر ملاتړ ټینگار وکړ.

امریکا د ترهگرۍ د مالي ملاتړ پرضد نړېوالې مبارزې کې د هند د ونډې هرکلی هم وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د امریکا، هند، او نورو نړېوالو له خوا تر انتقاد او فشار لاندې راغلی چې گني د ترهگرو د مخنیوی په برخه کې یې کوټلي گامونه نه دي اخیستي او نه یې هم د هغو د مالي سرچینو د وچولو په مقصد اغیزمن کار کړی دی.

امریکا او هندوستان د وړاندې نه په پاکستان نورونه لګوي چې په خپله خاوره يې نړیوالو ترهګر او ډلو ته پناه ورکړې او دغه ترهګر د پاکستان د خاورې نه په هند او افغانستان کې بریدونه پلانوي.

د هندوستان د ولکې لاندې په کشمیر کې د فرورۍ په میاشت کې يه یو ځانمرګي برید کې د هندي عسکرو د وژل کیدو او په پاکستان کې مېشت ترهګرې ډلې جېش محمد لخوا د دغه برید پړه منلو وروسته په پاکستان دغه فشار نور هم سېوا شوی.

د جېش محمد ګوند مشر مسعود اظهر او دغه ډله په پاکستان کې فعاله ده او سره د حکومتي بندیزونه په ازاده خپل فعالیتونه ترسره کوي.

پاکستان د امریکا او هندوستان دغه تورونه ردوي او دریځ لري چې په خپله خاوره يې د هر قسمه ترهګرو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي. د هندي کشمیر د برید وروسته پاکستان د هیواد دننه د یو شمیر تندروه ګوندونو د انتظام لاندې چلیدونکي ادارې او مرکزونه هم تړلي.

خو د پاکستان دننه او بهر څیړونکي وايي پاکستان دغه ګامونه د نړیوال فشار کمولو لپاره پورته کوي او داسې نه ښکاري چې پاکستان په ریشتیا د دغه تندروه ګوندونو پرضد عملیات وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG