لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نرندرا مودي: متحده قامونه باید د یويشتمې پېړۍ لومړيتوبونو ته بیا کتنه وکړي


د هندوستان وزیراعظم نرندرا مودي
د هندوستان وزیراعظم نرندرا مودي

د هند وزیر اعظم نرینددرا مودي په متحده قامونو غږ کړی چې د یوشتمې پېړۍ د حقیقتونو او د اهمو اوازونو د نمایندګی باوري کولو په خاطر دې اصلاحات وکړي.

د هند خبري ایجنسی پرېس ټرسټ اف انډیا سره د اتوار په ورځ د مرکې په وخت د هند وزیراعظم څوک چې به راتلونکې اوونۍ د نړۍ د شلو مالدارو هېوادونو د غونډې کوربه وي، وویل “په یوشتمې پېړی کې د شلمې پېړی د مینځنی مودې سوچ سره د نړۍ خدمت نشي کېدی”

نریندرا مودي چې دا وخت د نړۍ د یو غوره هېواد مشر دی او په سلامتي کونسل کې د مستقل غړیتوب خواهشمند دی، غواړي د هند حیثیت او مقصد په وړاندې بوځي او د غیر پائیداره قرضونو رعایت لپاره د ستمبر په نهمه نېټه د پېلیدونکي G20 غونډې سټیج وکاروي.

نوموړي د مرکې په وخت په G20 تنظیم کې د افریقايي یونین د مستقل غړي جوړېدلو کلکه مرسته کړی.

په دوه ورځنی غونډه کې به د امریکا د صدر جوبایډن نه واخله تر فرانسوي صدر ایمنیول مېکرون، د جرمن چانسلر اولاف شولز او د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان غوندې د لوړې کچې مېلمانه ولیدی شي.

مودي وايي نړیوالو ادارو له بدلیدونکو حقیقتونو او لمړیتوبونو ته د بیا کتنې ضرورت دی، هغه زیاته کړه دا په سخته باوري کول دي چې اوازونو دې ځای ورکړی شي.

په هند کې د G 20 کېدونکې غونډه د دریمې نړی د هېوادونو د اعتماد د پاره د بزغلي حیثیت لري.

دوه اویا کلن مودي د مرکې په وخت وویل چې هند ته د شلو مالداره هېوادونو کوربه توب ورکول د تسلیمول دي چې د یو هېواد د ګرانی ضد پالېسی بل هېواد نشي ځپلی.

ګرانی په هند کې یوشمېر غریب خلک ځپلي دي . د رایټرز په یوې سروی کې اقتصاد پوهانو په راتلونکو دریو میاشتو کې د نورې زیاتې ګرانی اټکل کړی او لږ تر لږه تر اکتوبر اخیره پورې د هېواد د مرکزي بنک د شپږ فیصده اندازې نه یې هم د زیاتو بیعو لوړېدو اټکل کړی دی.

مودي د انټرنېټي جرمونو خلاف په عالمي جنګ کې په مرسته کولو زور راوړی او ویلي یې دي ترهګر د ناوړه مقصدونو لپاره د ډارک نیټ، مېټاورس او کرېپټو کرنسي کارولی شي چې د قامونو په سماجي ژوند به بد اثرات وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG