لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امرتسر کې د سیکهانو پر یوې دستورې خونړی برید شوی دی


واشنگټن ـ د هند په شمال لویدیځ کې ځایي چارواکي وایي چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د سیکهانو پر یو مذهبي تنظیم باندې حمله شوې ده چې په نتیجه کې یې درې کسان مړه او د ١٥ نه تر ٢٠ کسانو پورې ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي زیاتوي چې حمله کوونکي، پر موټرسایکلونو سپاره دوه تنه و او د هند د پنجاب صوبې امرتسر ښار ته نږدې یو کلي کې یې د سانټ نیرانکاري تنظیم د سیکهانو پر یوې مذهبي دستورې باندې لاسي بم یا گرینیډ گوزار کړی دی.

په دې دستوره کې خواوشا ٢٥٠ کسان راغونډ شوي و.

د هندي پنجاب د صوبائي پولیسو مشر، سوریندرپال سینگهـ خبریالانو ته وویل چې د وررسیدلو رپوټونو په حواله، بریدکوونکو سره ټوپک هم و. په دې کې، بریدگرو د مذهبي مراسمو پر برخه والو لاسي بم گوزار کړ چې درې تنه یې ووژل او ٢٠ ـ ١٥ تنه نور یې ټپیان کړل.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې دا برید به د تندلارو سیکهانو له یوې بیلتون غوښتونکې ډلې سره تړاو ولري او کنه.

هند په دې باور دی چې پاکستان د سیکهـ بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو اسلام آباد دا الزام نه مني.

تر اوسه کومې ډلې په امرتسر کې د اتوار ورځې د برید ذمه واري نه ده اخیستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG