لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي روس سره به تجارتي تعلقات نور هم زیاتوي


د روس خارجه وزیر سرګی لاوو روف او د هندوستان خارجه وزیر سوبرامېنین جی شنکر
د روس خارجه وزیر سرګی لاوو روف او د هندوستان خارجه وزیر سوبرامېنین جی شنکر

د هندوستان خارجه وزیر سوبرامېنین جی شنکر ویلي هندوستان به روس نه تېل اخیستلو ته دوام ورکوي ځکه چې په رعایتي نرخ د روسي تېلو درامدات د هندوستان په ګټه دي.

جی شنکر دغه خبره د نهې، سه شنبې، په ورځ د ماسکو د سفر په مهال وکړه.

هغه وویل د هندوستان د حکومت دا بنیادي ذمه واري ده چې دا خبره یقیني کوي چې د هندوستان صارفین په بهترینو شرایطو په نړیوال مارکېټ کې تېل واخلي.

په اوکراین د روس د یرغل نه پس په لومړي ځل جی شنکر د روس دوره وکړه او ويې وېل روس او هندوستان بې مثاله مضبوط تعلقات لري چې د وخت ازمایلي دي.

د هند خارجه وزیر خبریالانو ته وویل د روس او د هندوستان د تعلقاتو تجزیه د دې خبرې تصدیق کوي چې دا تعلقات د دواړو ملکونو په ګټه تمامېږي. هغه دا خبره د دې پوښتنې په جواب کې وکړه چې مغربي ملکونه روس نه د تېلو درامدات د کمولو دپاره دباو اچوي او غواړي چې هند دې د جي سېون تنظيم غړو ملکونو په دې کوښښ کې شامل شي چې روسي تېلو دپاره دې د نرخ حد وټاکل شي.

جی شنکر روس ته سفر په داسې حال کې کړی چې څو ورځې وروسته د امریکې د خزانې وزیره جېنېټ یلن هند ته سفر کوي او توقع ده چې هندي چارواکو سره به د روسي تېلو د نرخ په تجویز هم خبرې وکړي.

په واشنګټن کې د هندوستان پرېس ټرسټ اف انډیا، پي ټي ايي، خبري ادارې سره مرکه کې یلن وویل د مغربي ملکونو د دغه تجویز نه به هندوستان هم ګټه ترلاسه کړی شي.

یلن د ګل، دوشنبې، په ورځ پي ټي ايي ته وویل غواړي چې نړیوال مارکېټ ته د روسي تېلو رسد دوام ولري خو دا هم یقیني کول غواړي چې په اوکراین کې د جنګ دلاسه د تېلو د زیاتو بېعو نه روس په ناجایزه ډول ګټه پورته نه کړي.

روسي تېلو دپاره د قیمت مقررولو د تجویز د لاندې به يورپي کمپنۍ د روس خام تېل د وړلو او بیمه کولو اجازت لري خو په دې صورت کې چې د خام تېلو قیمت د جي سېون د مقرر کړي نرخ نه کم وي. دغه نرخ لا نه دی مقرر کړی شوی او هدف يې د روسي تېلو قیمت کمول دي.

یلن وویل د تجویر هدف د روسي تېلو قیمت ټيټ ساتل دي او ګټه به يې هغو ملکونو ته رسېږي چې د روس نه تیل اخلي. هغې امید څرګند کړو چې هندوستان به هم د دغه تجویز نه ګټه پورته کړي.

یلن د جمعې په ورځ هندوستان ته رسېږي او د خپلې هندي هم منصبې نرمالا سېترامان سره په شریکه به د یواېس انډیا اکنامک اېنډ فاینېنشل پارټنرشپ یا د هندوستان او امریکې اقتصادي او مالي همکارۍ په موضوع به د مکالمې کوربتوب کوي.

روسي تېلو د قیمت مقررولو دپاره د مغربي ملکونو په تجویز هندوستان په مستقیم ډول څه نه دي ویلي خو د پېټرولو او قدرتي ګېس دپاره د هندوستان وزیر هردیپ پوري ویلي دغه تجویز ته به کتنه کوي.

په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته چین او هندوستان د روسي تېلو تر ټولو لوی خریداران دي.

د اکتوبر په میاشت کې هندوستان تر ټولو زیات تېل د روس نه واخیستل. د دې نه مخکې به هندوستان د سعودي عرب او عراق نه تېل اخیستل. روس نه د هندوستان په تېلو اخیستلو کې ۲۹ فیصد اضافه شوي ده او په نتیجه کې يې د روس او هندوستان په دوه اړخیزه تجارت هم زیات شوی.

د ماسکو د دورې په مهال جی شنکر وویل د شخړې د حل کولو دپاره هندوستان د مکالمې او د سفارتکارۍ ملاتړ کوي. هغه وویل نوي دلي به د هر هغه ګام حمایت کوي چې د هغه په قول نړیوال اقتصاد د خطر نه محفوظ ساتي.

جی شنکر د دې ګنګوسو په مهال د روس سفر وکړو چې هندوستان د اوکراین شخړه ختمولو په لړ کې په ممکنه توګه منځګریتوب کولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان په اوکراین د روس د یرغل په ښکار ډول غندنه نه ده کړې او په اقوام متحده کې يې په هغه قرارداد د رای ورکولو نه ډډه کړې چې پکې په روس تنقید شوی و خو نوي دلي ویلي د جنګ مخالفت کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسرېشه د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG