هندوستان په کابل کې خپلې سفارتخانې ته د عملې یوه ډله لېږلې ده چې د انساني خېر ښېګړې په بنیاد سفارت بیا خلاص کړي خو څېړونکي وايي د نوي دلي دغه ګام په افغانستان کې د هندوستان د مفاداتو په داسې حال کې تحفظ کول دي چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د پاکستان اثر زیات کړی دی.
د هندوستان خارجه وزارت وویل د کابل سفارت ته لېږل شوي تخنیکي ډله به افغانستان ته د بشري امداد په استولو کې مرسته کوي.
تېر کال د اګست په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه پس هندوستان په کابل کې سفارت وتړلو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د هندوستان پخوانی سفیر ګواتم ماخوپاډیا وايي په کابل کې د هندوستان سفارت بیا پرانستل کېدل په حقیقت کې "زمونږ سترګې او غوږونه" په افغانستان کې ځای په ځای کېدل او طالبانو سره د کار امکان لټول دي چې پکې دا ضمانت ترلاسه کول هم شامل دی چې د افغانستان خاوره به بل څوک، په خصوصي توګه پاکستان، د هند په ضد نه استمالوي.
د ماخوپاډیا په قول په کابل کې د هند سفارتي موجودګي ښښي چې هند "لوبې ته بیا" ورغلی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه هندوستان تشویش لري چې افغانستان به بیا د هغو وسله والو پناه ځای جوړ شي چې د تېرو دریو لسیزو راهسې په کشمیر کې د نوي دلي خلاف جنګېږي.
د رپورټ ترمخه هندوستان او طالبان د یو بل سخت مخالف دي خو اوس یې په دریځونو کې څه لږ بدلون کړی دی. څېړونکي وايي که نوي دلي دا مني چې طالبان به اینده څه وخت پورې موجود وي، طالبانو هم هندوستان ته لاس رسي کړې ده.
په نوي دلي کې د ابزرور ریسرچ فاونډېشن نومې ادارې څېړونکی شوشنت سارین وايي نړۍ سره د رابطو په لړ کې طالبانو په کابل کې د هندوستان د موجودګۍ خواهش څرګند کړی دی ځکه چې هندوستان یو اهم سیمه اییز ملک دی.
سارین وايي که د هندوستان د نقطه نظر نه وکتل شي هو هندوستان به په افغانستان کې د سفارتي موجودګۍ موقع ولې دلاسه ورکوي؟
هغه وویل کابل ته سفارتي عملې لېږل د هندوستان یو ورکوي ګام دی خو د دې مطلب د طالبانو په رسمیت پېژندل کېدل نه دي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه هندوستان په مستقل ډول دا غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړ شي او د طالبانو په واکمنۍ کې د مېرمنو حقونه په کمزوري کېدو یې تشویش څرګند کړی دی.
هندوستان تراوسه پورې افغانستان ته 20000 ټنه غنم او دوایان لېږلې دي او تېره میاشت په افغانستان کې د زلزلې وروسته یې د زلزله ځپلو خلکو دپاره امدادي سامان هم افغانستان ته ورکړی و.
په کابل کې د هندوستان سفارت د بیا پرانستل کېدو وروسته طالبانو د نورو ملکونو نه هم غوښتنه وکړه چې کابل ته دې سفارتکاران ور ولېږي. د طالبانو د خارجه وزارت ترحمان عبدالقهار بلخي وویل په کابل کې د هندوستان سفارتخانې بیا پرانستل کېدل دا څرګندونه کوي چې په افغانستان کې امنیت ځای په ځای شوی دی او د سیاسي او سفارتي حقونو احترام کېږي.
د وي او ای رپورټ وايي هند بل ګام به افغانانو دپاره د ویزې بحالول وي چې زیاتره د درملنې او تعلیم دپاره هندوستان ته ځي.
د رپورټ ترمخه په طالبانو د واکمنېدو نه مخکې سلګونو افغان زدکوونکو په هندوستان کې تعلیم ترلاسه کولو او زیاترو ته پکې د هندوستان حکومت تعلیمي وظیفې یا سکالرشپې ورکړې وې خو ډیر طالب علمان د کرونا وایرس له امله د انلاین کلاسونو شروع کېدو وروسته بیرته افغانستان ته تللي وو. ګڼ شمېر افغانان هندوستان ته د علاج دپاره هم ورتلل.
دا هفته د هغو افغان زدکوونکو سره د ملاقات وروسته چې په هندوستان کې یې سبق وېلو، د طالبانو موقتي خارجه وزیر امیر خان متقي وویل هندوستان سره به رابطه کوي چې افغان زدکوونکو ته هند بېرته تګ دپاره ویزې ورکړي ځکه چې د کرونا وایرس بندیزونه لېرې کړی شوي دي.
سارین وویل که چېرې هندوستان افغانستان ته د افغان ولس د خېر ښېګړې په غرض تللی وي نو بیا افغانانو ته د تعلیم او د درملنې دپار ویزې ورکړی کېدو امکان شته خو په لنډ وخت کې نا. هغه وویل هندوستان په انتظار کوي او ګوري به چې ایا طالبان هم ورسره لېن دېن کول غواړي او که نا؟
په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر نومې ادارې د اېشیا د څانګې څېړونکی مایکل کوګلمېن طالبان به غواړي چې د اقتصادي بدحالۍ په مهال ورسره مرسته وکړی شي که څه هم هندوستان به د بشري امداد نه علاوه نور څه کول نه غواړي.
کوګلمېن وویل هندوستان سره د تعلقاتو دلارې به طالبان د هغو افغانانو حمایت هم ترلاسه کړی شي چې پاکستان سره د طالبانو په ژورو تعلقاتو خوښ نه دي.
پخوانی هندي سفارتکار ګواتم ماخوپاډیا داسې هم نه ښکاري چې هندوستان به په کابل کې خپل شتون د مکمل سفارتي کچې ته ورسوي او د دې انحصار په دې هم دی چې طالبان د هند په لړ کې په کوم لوري روانېږي.
څېړونکي وايي که د امریکې په شمول په کابل کې د نوي دلي سفارتي موجودګۍ ته د هندوستان د مغربي ملکونو نه نظر نه وکتل شي نو د دغه ملکونه به ډ هندوستان د فېصلې هرکلی کوي.
مایکل کوګلمېن وویل واشنګټن به دا خبره اهم ګڼي چې طالبانو سره دې یوازې د پاکستان، چین، روس او ایران په شان حریف ملکونه روابط نه ساتي. هغه زیاته کړه چې د انساني حقونو صورتحال ښه کولو دپاره هندوستان د طالبانو سره خبرې وکړي.
څېړونکي وايي په کابل کې د سفارتخانې د بیا پرانستل کېدو دلارې په هندوستان په افغانستان کې هغه اثر بیا ترلاسه کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې لرلو او په جنګ ځپلې هېواد کې یې د سړکونو، سکولونو او هسپتالونو په شان ګڼ شمېر ترقیاتي منصوبې یې ترسره کړې وې.
څېړونکی سارین وايي په افغانستان کې د مخلتفو ملکونو د مفاداتو "ګریټ ګیم" یا لویه لوبه نه ختمیږي. "د هرې لوبي اختتام د بلې لوی لوبې شروعات وي."
یادونه: د دې خبر معلومات په نوي دلي کې د وي او ای خبریالا انجانا پاسریشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي