لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان کې گڼه گوڼه کې ٨٩ کسان مړه شوي دي

بلخوا د هندوستان په ساحلي سیمو باندې سمند‏ري طوفان "فیلن" تیر شوی دی او د طوفان د لاسه په ممکنه توگه په پراخه کچه د نقصان ویره لمنځه تللې ده
بلخوا د هندوستان په ساحلي سیمو باندې سمند‏ري طوفان "فیلن" تیر شوی دی او د طوفان د لاسه په ممکنه توگه په پراخه کچه د نقصان ویره لمنځه تللې ده
د هندوستان په مدیه پرادیش ریاست کې په یو پل په گڼه گوڼه کې د ٨٩ نه زیات کسان مړه شوي او لږ تر لږه ١٠٠ کسان زخمیان شوي دي.
پولیس امکان څرگند کړی دی چې د مړؤ شمیره زیاتیدی هم شي. زیاتره خلک د نورو خلکو د پښو د لاندې د راتلو او یا گڼه گوڼه کې سیند ته د غورځیدو په نتیجه کې مړه شوي دي.
د ځائې مطبوعاتو ترمخه، شا او خوا ٥٠٠٠٠٠ هندو زائرین د رتن گړه کې د نوارتره ١٠ ورځنۍ میلې په موقع راجمعه شوي وو چې د گڼې گوڼې یا د ټیل پیښه رامنځته شوه.
بلخوا د هندوستان په ساحلي سیمو باندې سمند‏ري طوفان "فیلن" تیر شوی دی او د طوفان د لاسه په ممکنه توگه په پراخه کچه د نقصان ویره لمنځه تللې ده.
د هندوستان په شرقي ساحل د سمندري طوفان په هکله د هندوستان د موسمیاتو محکمې مشر ایل ایس راټهور وویل دا وخت چې د طوفان څپې تیرې شوي دي، پوځي هیلې کاپټرې به په طوفان ځپلې سیمو پرواز کوي چې د ممکنه نقصان جاج واخلي.
طوفان چې د فیلن نوم ورته ورکړی شوی وو، د خالي په شپه يي د اوړیسه او اندرا پرادیش ساحل د ٢٠٠ کلومیټره فې گنټه په رفتار وهلو. راټهور وویل اندراپرادیش ریاست اوس په مکمله توگه د خطر نه بهر دی.
رپورټونه وايي طوفان د لاسه لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي.
چارواکې وايي د طوفان نه وړاندې لس لکه خلک د خپلو کورو نه محفوظ ځایونو ته منتقل کړی شوي وو او هم په دې وجه د مرگ ژوبلې شمیره کمه وه.
This item is part of
XS
SM
MD
LG