لاس رسیدونکی لینک

 
هند په پاکستان کې د خپلو چارواکو په بې درکه کېدو پاکستان ته احتجاج کړی
تازه خبر

هند په پاکستان کې د خپلو چارواکو په بې درکه کېدو پاکستان ته احتجاج کړی


د وي او ای  اردو څانګې ترمخه د هندوستان د خارجه وزارت یوې سرچینې وویل چې د هندي مامورینو د بې درکۍ معامله یې پاکستان ته وړاندې کړې ده خو په دې اړه د پاکستان بیان لا مخې ته نه دی راغلی
د وي او ای  اردو څانګې ترمخه د هندوستان د خارجه وزارت یوې سرچینې وویل چې د هندي مامورینو د بې درکۍ معامله یې پاکستان ته وړاندې کړې ده خو په دې اړه د پاکستان بیان لا مخې ته نه دی راغلی

هندوستان په پاکستان کې د خپلې سفارتخانې د دوو چارواکو په بې درکه کېدو پاکستان ته احتجاج کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، هندوستان خپل احتجاج د ګل، دو شنبې، په ورځ په نوي دلي کې د پاکستان ناظم الامور سید حیدر شاه ته وکړو. رپورټ وايي سید حېدر شاه د هندوستان خارجه دفتر ته دتګ په مهال ولیدل شو خو د هندي مامورینو سره رویټرز وايي د هغه د خبرو تفصیل مخې ته نه دی راغلی.

هندوستان وايي په اسلام اباد کې د هند د سفارتخانې یا هايي کمېشن دوه چارواکي بې درکه شوي دي.

دواړه چارواکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د کار په لړ کې د دفتر نه ووتل او بیا نه دي لیدل شوي.

هندوستان په پاکستان کې د خپلو سفارتي چارواکو د بې درکه کېدو خبر په داسې حال کې ورکړی کړی دی چې په نژدې ورځو کې هندوستان په نوي دلي کې د پاکستان د سفارتخانې یا هايي کمېشن دوه چارواکي د جاسوسۍ په الزام ملک بدر کړي دي.

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه د هندوستان د خارجه وزارت یوې سرچینې وویل چې د هندي مامورینو د بې درکۍ معامله یې د پاکستان ته وړاندې کړې ده خو په دې اړه د پاکستان بیان لا مخې ته نه دی راغلی.

هند وايي په نوي دلې نه د پاکستاني چارواکو د ویستل کېدو وروسته په اسلام اباد کې ګمارل شوي هندې چارواکي ویرول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG