لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندوستان کې د ریل گاډې په حادثه ٣٥ کسان مړه شوي


د حادثې ورسته راجیا راني ایکسپریس د سټیشن نه لرې ودریدو. د ځائې چارواکو د وینا ترمخه، قهرژن عینې شاهدینو د گاډې ډرائیور وهلو او د گاډې یو شمیر ډبو ته يي اور واچولو
د هندوستان په ختیز بهار ریاست کې د ریل گاډې په سیټشن حادثه کې ٣٥ کسان مړه شوي او لږ تر لږه ١٢ نور زخمیان شوي دي.
حادثه د گل په ورځ د بهار دهماره گهاټ کلې په سټیشن رامنځته شوي ده کله چې گاډی په پاټلۍ موجود هندو زائرینو ور وختو.
د چارواکو د وینا ترمخه، راجیا رانې ایکسپریس نومې گاډي ته په سټیشن د نه ودریدو او د تیریدو اجازت ورکړی شوی وو. د گاډې د تیریدو په وخت په پلیټ فارم موجود کسان پټلۍ ته کوز شوي وو.
د حادثې په وخت په سټیشن دوه نور ریل گاډي هم موجود وو.
د حادثې ورسته راجیا راني ایکسپریس د سټیشن نه لرې ودریدو. د ځائې چارواکو د وینا ترمخه، قهرژن عینې شاهدینو د گاډې ډرائیور وهلو او د گاډې یو شمیر ډبو ته يي اور واچولو.
XS
SM
MD
LG