لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان د یوې کورنۍ په ۲۵ غړو کې کورنه وایرس موندل شوی


په هندوستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د ۲۱ ورځو لاک ډاون شروع کړی شوی دی
په هندوستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د ۲۱ ورځو لاک ډاون شروع کړی شوی دی

د هندوستان په مهاراشټره ریاست کې د یوې کورنۍ د ۲۵ غړو د کرونا وایرس ټېسټونه مثبت موندل شوي دي. دا خبر پرېس ټرسټ اف انډیا نومې خبري ادارې ورکړی دی.

د رپورټ ترمخه اول د کورنۍ په هغه څلورو غړو کې کرونا موندل شوی و چې سعودي عرب ته تللي وو او بیا د خاندان به ۲۱ نورو غړو کې دغه ناروغي وموندل شوه.

هندي چارواکي وايي کرونا وایرس ځکه هم په کورنۍ کې په چټکتیه خپرو شو چې د یو بل سره ډیر نژدې پاتې کېدل. ماهرین وايي کرونا د خورېدو یو لاره دا هم ده چې د وایرس مریض دې په نتهايي کې د نورو خلکو نه بیل ورځې شپې تېرې کړي.

د سیمې یو حکومتي چارواکي ابهي جیت چودهدري پرېس ترسټ اف انډیا خبري ادارې ته وویل چې دغه کورنۍ په یو تنګ کور کې اوسېدل نو ځکه کرونا ووهل.

د هندي چارواکو په وینا د کورنۍ څلور غړي په داسې وخت کې سعودي عرب نه د ممبۍ په هوايی اډه ستانه شوي وو چې د کرونا معاینه په هوايي اډه لا نه وه شروع شوي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په هندوستان کې د کرونا وایرس ۱۰۷۱ کېسونه رپورټ شوي دي.

په هندوستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د ۲۱ ورځو لاک ډاون شروع کړی شوی دی.

د هندوستان وزیراعظم ندره مودي په لاک ډاون بخښنه غوښتي خو ویلي یې دي چې دا د "ژوند او مرګ جنګ دی."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG