لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان په بیړنۍ توګه د کرونا پرضد دوو قسمه وېکسینو ورکولو منظوري ورکړه 


India Coronavirus Corona
India Coronavirus Corona

هندوستان په بیړنۍ توګه د کرونا وایرس پرضد د اسټرازینیکا او په مقامي توګه جوړ شوي وېکسینو ورکولو منظوري ورکړې. په منظور شوي وېکسینو کې یو د برتانیې جوړ شوي اسټرازینیکا او دوېم د هندوستان بهارت بایو ټک کمپنۍ لخوا په مقامي توګه جوړ شوي وېکسین شامل دي.‌

د هندوستان د دوایانو جوړولو ادارې مشر یا ګنټرولر جنرل وینوګوپال جي سوماني په یو لنډ بیان کې ویلي ٫٫ وېکسین په هندوستان کې په محدوده کچه کارولو لپاره منظور شوي دي.٬٬ نوموړي‌ویلي، دواړه کمپنیانو رسره هغه معلومات شریک کړي چې وېکسین د کارولو لپاره د خوندي دي.

د هندوستان لخوا د اسټرازینیکا وېکسینو د کارولو اجازه د برتانیې لخوا د منظورۍ څو ورځې وروسته ورکړی. د هندوستان یو شرکت سېرم انسټي ټیوټ اف انډیا د دغه وېکسینو د منظورۍ وړاندې ۵۰ میلینه خوراکونه ذخیره کړي.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي د وېکسینو منظوري‌ ٫٫ د کرونا پرضد مبارزه کې یو مهم وخت بللی.٬٬ نریندرا مودي په یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ د هر یو هندي وګړي لپاره دا د ویاړ خبره ده چې د کومو وېکسینو منظوري ورکړل شوې دواړه په هند کې تیار شوي.٬٬

هندوستان چې په نړۍ کې د کرونا نه زیات اغیزمن شوی دوېم هیواد دی، پلان لري چې روانه میاشت په قامي کچه د وېکسینو ورکولو پروګرام پېل کړي. په دغه پروګرام کې د اګست د میاشتې پورې ۳۰۰ میلینه خلکو ته د وېکسینو ورکولو حدف اېښودل شوی.

په دغه کسانو کې به د صحت کارکونکي، امنیتي کارکونکي او د ۵۰ کالو نه د زیات عمر هغه کسان چې ډاکټران یې صححي حالت سم ګڼي، شامل دي. د دغه پروګرام لپاره کامیابۍ لپاره به هندوستان له د کرونا پرضد ۶۰۰ میلینه خوراکونه پکار وي. پکار ده هر یو تن د دغه وېکسینو دوه خوارکه ترلاسه کړي.

په نژدیو اونیو کې هندي چارواکو د وېکسینو ساتلو لپاره د یخچالونو یا کولډ سټورېجونو جوړولو او په زرګونو د صحت کارکونکي تربیه کولو کار سر ته رسولی څوک چې به د وېکسینو مرحله ګوري.

په هند کې د خالي / شنبې په ورځ د دغه وېکسینو د ورکولو تربیتي کار ٫٫ ډرایې رن٬٬ ترسره شوی. په هند کې اسټرازینیکا وېکسینو ۵۰ میلینه خوارکونه د هند لپاره یوه لویه ګټه ده. سیرم کمپنې ویلي، دوي روانه میاشت په لویه کچه د وېکسینو جوړولو لپاره تیار دي. یاده کمپني په نړۍ کې د وېکسینو جوړولو تر ټولو کارخانه / شرکت دی.

د حکومت لخوا د وېکسینو د ورکولو د منظورۍ وروسته د شرکت مشر ادار پونا والا په یو ټوېټ کې ویلي، د وېکسینو خوندي کولو د خطره ډک کار پای ته رسیدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG