لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان او د چین ځواکونو په یو بل ډزې کړي


ای پي وايي د ۲۰۲۰ د جګړې وروسته او د دواړو ملکونو د مذاکراتو نه وروسته هندوستان او چین په لداخ کې د ځینو پوسټونونه خپل خپل ځواکونه په شا کړي دي خو د دواړو ملکونو ترمنځ تاو تریخوالی لا موجود دی
ای پي وايي د ۲۰۲۰ د جګړې وروسته او د دواړو ملکونو د مذاکراتو نه وروسته هندوستان او چین په لداخ کې د ځینو پوسټونونه خپل خپل ځواکونه په شا کړي دي خو د دواړو ملکونو ترمنځ تاو تریخوالی لا موجود دی

د هندوستان پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د هېواد په مشرقي ارونا چل پردېش ریاست کې هندي او چینايي عسکرو په یو بل ډزې کړي دي چې په نتیجه کې ځینې کسان معمولي زخمیان شوي دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې وویل د هند پوځ په یو بیان کې وویل چې د چین او هندي ځواکونو جګړه د جمعې په ورځ د ارونا چل پردېس په توانګ سېکټر کې وشوه او دواړو خواو په سمدستي ډول جګړه ودروله.

چین په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د کال ۲۰۲۰ د جون په میاشت کې په همالیه په لخدا سیمه کې د چین او هندوستان عسکرو یو بل په کاڼو، کوتکو او سوکونو وهلي وو.

په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۲۰ هندي او څلور چینانيي عسکر ووژل شوو او دواړو ملکونو په لاین او اېکچول کنټرول د زرګونو په شمېره کې ځواکونه، ټېنکونه او جنګي جهازونه وګمارل.

ای پي وايي لاین اف اېکچویل کنټرول په لداخ کې د چین او هندوستان د انتظام لاندې علاقې د یو بل نه جدا کوي. دغه سیمه د اروناچل پرېش په مغرب کې ده او چین پې د ملکیت دعوه لري. چین او هندوستان په دغه سرحد په ۱۹۶۲ کې جنګ کړی دی.

ای پي وايي د ۲۰۲۰ د جګړې وروسته او د دواړو ملکونو د مذاکراتو نه وروسته هندوستان او چین په لداخ کې د ځینو پوسټونونه خپل خپل ځواکونه په شا کړي دي خو د دواړو ملکونو ترمنځ تاو تریخوالی لا موجود دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG