لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي طالب علم د امتحانونو ځنډولو لپاره دسکول يوماشوم وژلی


هندي چارواکو ویلي يو ۱۶کلن طالب علم په خپل سکول کې د يو اوه کلن ماشوم نه په دې هيله سر غوڅ کړی چې راتلونکی امتحان اوځنډيږي.

د هند وفاقي پلوټونکي وايي دغه پېښه د ستمبر په مياشت کې د پايه تخت نوي ډلي په يو جديد سکول کې مخې ته راغلې.
پوليسو لومړی د سکول د بس کنډېکټر په دغه تور کې نيولی وو چې ګنې ده به دغه اوه کلن ماشوم د جنسي تېري په وخت په انکار کولو وژلی وي.

خود تحقيقاتو د وفاقي ادارې وياند آر.کی.ګوَر مطبوعاتو ته ويلي مشکوک قاتل چې د قانوني وجوهاتو له امله يي نوم نه شي سرګنډولې د اختنو پښتنو په وخت دا منلي چې دغه قتل يي يوازې له امتحانونو اوله هغې وروسته د پلارانو او استاذانو د کېدونکې غونډې د ځنډولو په خاطر کړی دی.

د تحقيقاتو د وفاقي ادارې وياند وايي دوي سره داسې کره ثبوته دي چې اکثر نالاېقه طالبعلمان د امتحانونو د ځنډولو لپاره اکثر هم دغه ډول ناوړه کارونه کوي.
دغې پېښې په ټول هندوستان کې مېندې او پلاران په سکولونو کې دخپلو بچو د امنيت په اړه اندېښمن کړي دي.

څيړونکي وايي په هندوستان کې په سرکاري سکولونو کې د تعليم دکمزوري معياردلاسه اکثر مالدار خلک خپل بچي پراېوېټ يا شخصي سکولونو ته ليګي چرته چې په ماشومانو د ښه نمبرو اخستو ډېر فشاروي چې اکثره ماشومان ورسره د ذهني ناروغيو ښکار کيږي.

هندوستان چې آبادي يي له ۱۲۰۰ ميلينو نه زياته ده دخودکشۍ شرح پکې د ګردې نړۍ نه اوچته ده چارواکي وايي کال ۲۰۱۵ کې ۹۰۰۰ طالبعلمانو خودکشي کړي وه.

دصحت ماهرين وايي په امتحانونو کې په ښه نمبرو پاس کېدلو دباوکله کله دومره زيات شي چې د طالب علمانو د زغم نه اوځي او هغوي دخپل ژوند ختمولو په فېصله مجبوره کړي-

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG