لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هندوستان خلايي تحقیق ادارې ویلي سپوږمۍ ته تلونکي سیاره یې وموندله


چندره یان دوهم د هندوستان په خلايي تحقیق کې یو لوې گام و. د دې نه وړاندې هندوستان په کال ٢٠٠٨ کې سپږومۍ ته سیاره لېړلې وه او په کال ٢٠١٣ کې یې مریخ ته سیاره لېږلې

د هندوستان د خلايي تحقیق ادارې ویلي هغه سیاره یې موندلي ده چې د سپوږمۍ په مخ د کښېناستلو په مهال ورسره رابطه قطع شوي وه.

د وېکرم نومې سیاره د سپوږمۍ د سطحې نه دوه کلومېټره پورته وه چې د خالي، شنبې، په ورځ ورسره رابطه قطع شوه. دغه سیارې د سپوږمۍ په جنوبي مخ د کښېناستلو کوښښ کولو.

د انډین سپېس رېسرچ ارگنایزېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د چندره یان دوهم تحقیقي سیاره چې وکرم نوم ورړی شوی دی د سپوږمۍ په مخ لیدل شوې ده خو مواصلاتي رابطه ورسره نه ده شوي. سپوږمۍ ته تلونکي سیاره د وکرم سربای په نوم یادېږي. وکرم سربای د هندوستان د خلايي تحقیق پروگرام باني گڼل کیږي.

که چېرې وکرم په سلامت ډول د سپوږمۍ په سطح کوز شوي وي نو هندوستان به د امریکې، روس او د چین په صف کې شامل هېواد شي. دا هغه هیوادونه دي چې د سپوږمۍ سطح ته یې سیارې ښکته کړې دي. هند به لومړی هېواد وي چې د سپوږمۍ جنوب اړخ ته سیاره رسولې. د سپوږمۍ دغه اړخ د ځمکې نه نه ښکاري.

وکرم د ١۴١ مېلین ډالرو مالیت چندره یان دوهم خلايي سیارې څخه په مدار کې چلول شوی و چې د سپوږمۍ دپاسه به پرواز کوي او د سپږمۍ په مخ به د اوبو اثار گوري او د سپوږمۍ د سطحې به کتنه هکوی.

چندره یان دوهم د هندوستان په خلايي تحقیق کې یو لوې گام و. د دې نه وړاندې هندوستان په کال ٢٠٠٨ کې سپږومۍ ته سیاره لېړلې وه او په کال ٢٠١٣ کې یې مریخ ته سیاره لېږلې.

XS
SM
MD
LG