لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د انډونېشیا سرښار جکارته کې د ویغور مسلمانانو سره د سلوک په سر د چین خلاف احتجاج وشو


د ویغورو د حقونو فعالان وايي چین د په سنکیانگ کې د مسلمانانو خصوصي شناخت ختمول غواړي. چین دا خبره ردوي

په چین کې د ویغور مسلمانانو سره د یو والي لپاره د جمعې په ورځ په انډونیشیا کې خلکو احتجاجونه کړي دي.

د جمعې په ورځ په زرگونو خلکو د انډونېشیا په سرښار جکارته کې د چین سفارت خانې ته نزدې یو احتجاجي مظاهره وکړه.

په دغه مهال مظاهرچیانو د چین په سنکیانک صوبه کې د حکومت لخوا په ځايي مسلمانانو د زور زیاتي غندنه وکړه او د چین د حکومت په ضد یې غږونه پورته کړل.

احتجاج کوونکو د چین د سفارتخانې بهر د احتجاج په وخت په سرونو داسې پټۍ لگولی وې چې پرې لیکلي شوي وو د ویغور مسلمانانو دې محفوظه کړی شي. په دغه موقع مظاهرچیانو دا هم غږونه پورته کول چې چین دې وځي.

مظاهره چیانو په لاسونو کې د انډونېشیا او د ویغور بېرغونه هم پورته کړي وو.د مظاهرې راجوړونکي یو زوړ پاله منتظم وویل چې په سنکیانگ کې کوم ظلمونه کېږي د هغې په سختو ټکو کې غندنه کوي.

بل تن چې خپل نوم یې سلامت معارف ښودلی وویل چې کمیونسټان دې وځي. هغه د انډونېشیا حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ویغور مسلمانانو سره دې مرسته وکړي.

د احتجاج خورېدو نه وړاندې مظاهرچیانو په سرښار جکارته کې د چین د سفارت خانې په وړاندې د مازدیگر لمونځ هم وکړو.

د امریکا د یو رپورټ ترمخه د چين په سنکيانګ صوبه کې شاوخوا د يو کروړ نه زيات ويغور ټولنې سره تعلق لرونکي خلک ژوند کوي او په تېرو وختونو کې د چين د حکومت له خوا په دوی د ظلمونو او له عبادته د منع کولو خبرونه مخې ته راغلي خو د چين حکومت اکثره دغه رپورټونه ردوي.

راپورونه دا هم وايي چې په سنکيانګ صوبه کې يو شمېر داسې کېمپونه جوړ دي چې پکې ويغور مسلمانان بنديان کړې شوي او ښايي دا د نړۍ تر ټولو لوی زندان دی خو بيا هم چين دا خبرونه ردوي.

د اکتوبر په مياشت کې امریکې په چين کې د ويغور مسلمان لږکيو د حقونو د سرغړونو د پېښو مخې ته راتلو وروسته د چين ۲۸ کمپنۍ (شرکتونه) تور نوملړ ته اچولې وې.

پاکستان کې هم نن سبا یوشمېر د بشري حقونو فعالان په سوشل مېډیا په چین کې د مسلمانانو سره په روان سلوک بحثونه کوي.

تېره ورځ د پاکستان د کرکټ لوبډلي پخواني کپتان شاهد افريدي په چين کې په ويغور مسلمانانو د ظلمونو خبره کړې وه او په وزيراعظم عمران خان یې غږ کړی ؤ چې د دوی دپاره دې غږ پورته کړي.

که څه هم د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افريدي ټویټ ته ځواب نه دی ويلی او افریدی بيا دغه ټویټ لرې کړی دی خو د چين د اطلاعاتو د وزارت مرستیال مشر ورته ځواب ويلی دی.

شاهدافريدي په ټویټر ويلي و "په چين کې په ویغور مسلمانانو ظلمونه کول زړه ماتونکې پېښې دي، زه عمران خان ته خواست کوم چې د اسلامي امت د يو والي خبره کوي په چین کې دې هم د مسلمانانو خوېندو وروڼو خبره وکړي. هغه په چین کې د پاکستان په سفارتخانه هم غږ کړی و."

د شاهد افريدي دغه ټویټ وروسته لرې کړی شوی دی خو د چين لخوا

د اطلاعاتو د وزارت د مالوماتو د څانګې مرستيال مشر ليژن ژاؤ شاهد افریدي ته په مخاطب کولو سره ويلي چې

"زما په فکر ته د چين په اړوند د لويديځ یا مغرب په پروپېګنډا ګمراهه شوی یې. سينکيانګ ته راشه هرکلی درته وايو. سينکيانګ به بدل ووينې. ده وویل چې غربي نړۍ په چين کې د مسلمانانو جذبات راپاروي".

XS
SM
MD
LG