لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اندونیزیا کې د دیني عالمانو ګډه اعلامیه


د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د یو ورځني کانفرانس په پای کې د ۱۲ مادو اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې لپاره د مسلمانانو د مقدس کتاب قران نه نږدې څلور ځله حواله اخیستل شوي دي.

په دغو ټولو حوالو کې د مسلمانانو ترمنځ د سولې په ارزښت خبرې شویدي.

همدارنګه نږدې څلور حدیثونه هم په اعلامیه کې راخیستل شوي دي. په دغو احادیثو کې د سولې په اړتیا ټینګار شوی او ځای پر ځای په اعلامیه کې د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ یادونه هم شوېده.

د اعلامیې غټ ټکي په لاندې توګه دي.

۱-اسلام د سولې، زغم او عدالت دین دی. د اسلام کلیمه د سلیمه څخه اخیستل شوې چې معنی یې سوله ده. د اسلام رښتیني پلویان او اسلام سره تړلي دي چې باید عفوه او همدردي ولري.

۲-د اسلام بنیادي پیغام په سولې، ترحم او مهربانۍ ولاړ دی.

مونږ له همدې امله د سولې په برخه کې د پیغام پاکستان، د افغانستان او د ټولې اسلامي نړۍ د عالمانو لخوا د هر ډول نوښتونو ملاتړ کوو چې له مخې یې سوله او ورورولي راځي او تاوتریخوالی او ترهګري پکې غندل کیږي.

۳-سوله د الله پاک له اوامرو څخه ده او مسلمانان باید په خپل ژوند کې دا پلې کړي. د مسلمانانو ترمنځ ټولې ستونزې او شخړې باید د قران او سنتو په رڼا کې حل شي.

له همدې امله مونږ علما د سولې په برخه کې د ۲۰۱۸ کال په فیبرورۍ کې د کابل پروسې د کانفرانس پرمهال د ولسمشر اشرف غني د اعلان ملاتړ کوو.

مونږ همدارنګه د افغانستان د سولې له بهیر څخه د سیمیزو هېوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ملاتړ ته د قدر په سترګه ګورو.

۴-مونږ فکر کوو په افغانستان کې د سولې لپاره شرایط برابر شویدي او له ټولو ښکېلو غاړو څخه غواړو چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

۵-علما د الله د رسول د وارثینو په توګه چې د قران او د احادیثو د تفسیر پوهه او صلاحیت لري کولای شي په اسلامي ټولنو کې د اصلي اسلام په ساتلو کې مهم رول ولوبوي. له همدې امله د علماو په اوږو باندې د اسلامي او انساني ورورولۍ په خوندي ساتلو کې ستر مسولیت پروت دی.

۶-علما د انبیاو د وارثانو په توګه دا مسولیت لري چې د سولې، زغم او ټولنیز عدالت په برخه کې د اسلام اصول پلي کړي او د یو لارښود په توګه ترې کار واخلي.

۷-د اسلامي امت لکه افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علما په هغو ستونزو ډیر ښه پوهیږي چې اسلامي هېوادونه ورسره مخ دي او له همدې امله دوی په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې د سولې او پخلاینې په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

۸-علما د قران په رڼا کې د محمد (ص) د لارښونو سره سم د مسلمانانو لپاره په اوسط یا منځنۍ لارې باندې ټینګار کوي. د اسلام رسول نه په بخاري شریف کې نقل شوی چې ښه کارونه په سمه توګه او منځلارې توګه ترسره کړئ او تل منځنۍ لاره غوره کړۍ نو تاسو به خپل هدف (جنت) ته ورسېږئ.

۹-مونږ یوځل بیا په ټینګار سره وایو چې تاوتریخوالی او ترهګرۍ باید له هېڅ دین، قوم، تمدن، او نژادي ډلې سره و نه تړل شي. د ملکي وګړو په وړاندې تاوتریخوالي او د ځان وژونکي بریدونه په ګډون د توندلاريتوب او ترهګرۍ ټول ډولونه د اسلام د سپېڅلوو اصولو پرضد دي.

۱۰- مونږ د اسلامي امت د یوې کورنۍ په توګه د سولې د بهیر ملاتړ کوو او چمتو یو چې په دغه بهیر کې خپل رغنده رول ولوبوو او د افغانستان د سولې لپاره په ګډه یوه لاره ومومو.

۱۱-مونږ د اسلامي امت د سولې، یوالي او ورورګلوۍ په برخه کې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د عالمانو د مهم رول ملاتړ کوو چې د قران او سنت په رڼا کې یې ترسره کوي.

۱۲-مونږ د اندونیزیا له حکومت څخه مننه کوو چې زمونږ درې واړو اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ ترمنځ یې د همکاریو د ددې نوښت په کلکه ملاتړ وکړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG