لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انډونیشیا زلزلې او سونامي درنه مرگ ژوبله او پراخ ورانی اړولی


صدر ویدودو د ژغورنې کارکوونکو ته ویلي چې شپه او ورځ دې خپلې هڅې جاري وساتي
صدر ویدودو د ژغورنې کارکوونکو ته ویلي چې شپه او ورځ دې خپلې هڅې جاري وساتي

په انډونیشیا کې د جمعې په ورځ سخته زلزله وشوه چې بیا ورپسې د سونامي څپې یې هم پر ښارونو راوستلې. له هغې پیښې دوه ورځې وروسته، نن اعلان وشو چې د زلزلې او سونامي له کبله، کم تر کمه ٨٣٢ تنه مړه دي او ٥۴٠ نور ټپیان شوي دي.

مخکې تر دې خیال نه کیده چې د مړو شمیر دې دومره زیات وي. د انډونیشیا صدر، جوکو ویدودو هم د اتوار په ورځ د د پالو ښار کوم چې د زلزلې او سمندري طوفان سونامي د لاسه اغیزمند شوي سیمه ده، سفر کړی.

نوموړی وایي د بیړني امداد لپاره پرځای شوي کار کوونکو ته یې ویلي چې شپه او ورځ کار ته دې تیار اوسیږي.

د انډونیشیا په مرکزي سولاویسي صوبه کې زلزلې راپارولې سمندري څپې یا سونامي د لاسه په پراخه کچه مالي نقصان شوی دی او تر دې دمه په دغه سونامي کې د مړه شویو کسانو شمیره د ٨٠٠ نه زیاته شوي ده او ٥٠٠ نه زیات کسان زخمیان شوي دي.

په افتونو کې د انتظام قامي ادارې ویلي دا وخت ٢۴ عارضي کیمپونه جوړ کړلې شوی چې پکې ١٧ زره نه زیات کسانو ته پناه ورکړی شوې ده.

د انډونیشیا د لټونو او ژغورلې ادارې مشر محمد سیاګي وايي پالو ښار کې اوس هم ډیر خلک ورانو شویو ودانیو په ملبه کې نښتي دي او د کمک لپاره چغې وهي.

نوموړی وايي «مونږ ته لویه مشینري پکار ده چې دغه ملبه زر تر زره صفا کړلې شي. هغه زیاتوي: «زمونږ همکاران کوشش کوي چې دغه ملبه لري کړی خو دغه د هغوي په وس کې نه ده.»

د انډونیشیا مرستیال صدر جوسف کلا امکان څرګند کړی چې د مړیو شمیر د زرو نه هم زیاتیدلی شي. د هغه په وینا په لرې پرتو سیمو کې د رابطې نظام خراب شوی او د هغه ځای نه فوري معلومات ترلاسه کول ګران شوي دي.

زلزله د جمعې په ورځ راغله او شدت یې اووه اعشاریه پنځه درجې و. ای پي وايي سونامي د سولاویسي صوبې دوه ښارونه وهلي چې پکې د صوبې مرکزي ښار، پالو او ډانګیلا شامل دي.

په سیمه کې د زلزلې وروسته ٢٠٩ وړې زلزې یا افټرشاکس ریکارډ کړلې شوي هم دي.

په دواړو ښارونو کې په پراخه کچه ودانۍ تباه شوې دي چې پکې سړکونو، ائرپورټس او نورو اهم ودانو ته سخت زیان رسیدلی دی.

ریډ کراس خپل یو بیان کې ویلي تر اوسه ډانګیلا نه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي چرته چې درې لکه خلک ژوند کوي.

او د وخت چې میډیا کې کوم د مړیو شمیره یاديږي هغه صرف د پالو ښار نه تر لاسه شوي دي.

د انډونیشیا په افتونو کې د انتظام قامي ادارې ویاند وايي سونامي یواځې نه ده راغلي خو د ځان سره یې موټري او کورنو او نورې ودانې الوځولي چې د لاسه یې دغه سیمه کې بربادي راغلي.

انډونیشیا کې زلزلې په عامه توگه راځي او دا ځکه هم چې هیواد د اتش فشان او د زلزلو په داسې سیمه کې پروت دی چې په عامه توگه ورته د رینگ اف فایر یا د اور کړۍ ویل کیږي.

په کال ٢٠٠۴ کې د انډونیشیا په مغربي سماټره ټاپو کې، زلزلې غټې سمندري څپې یا سونامي راوپارولې چې په نتیجه کې یې په یو شمیر زیاتو هیوادونو کې ٢٣٠٠٠٠ کسان مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG