لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونیشیا: په لومبوک جزیره کې زلزلې ۸۲ کسان وژلي


د انډونیشیا په لومبوک جزیره یا ټاپو کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژلي دي.

زلزله د لومبوک ټاپو تر څنګ د بالي سیمه هم جړقولې او د زلزلې ورستو د سمندري طوفان یا سونامي خبرداري ځایي خلک او بهرني سیلګري په خپلو کورنو او کوټو پریښودلو مجبوره کړي دي.

د امریکا جیالوجیکل سروی تر مخه د اتوار یا یکشنبې په ورځ راغلې زلزلې زور ۷.۰ وو او مرکز يې د مزکې ۱۰.۵ کلومیټره دننه وو.

د انډونیشیا چارواکو په زلزله کې د مړو او ژوبلو د شمېرې سېوا کېدو ويلي دي.

د زلزلې وروسته د خواوشا سېمو بجلي قطع شوې او د نژدې روغتونونو (هسپتالونو) نه مریضان نورو برخو ته لیږل شوي.

د لومبوک ټاپو سره نژدې د سومباوا یو اوسیدونکي موتایا اریاني وي او ای ته د ټیلیفون په لار ویلي: ٫٫ د زلزلې په وخت زیات تره خلک په جوماتونو کې وو. خلک د جومات نه بهر ښکاره میدانونوته تښتیدلي. مونږ لا څو ورځې وړاندې راغلی زلزلې د ویرې نه یو وتلي چې دا یوه بله راغله.

تیره اونۍ هم په لومبوک ټاپو کې د ۶.۴ مېګنیچیوډ زورورې زلزلې ۱۶ تنه وژلي وو. د انډونیشیا بالي په شان لومبوک جزیره هم د ښاېسته غرونو او سمندر غاړو (بیچز) لپاره پیژندل کیږي.

اڼدونیشیا د زیاتو زلزلو لپاره مشهوره ده. د کال ۲۰۰۴م دسمبر په میاشت کې د انډونیشیا په سماټرا جزیره کې د ۹.۱ طاقت یوې زلزلې وروسته سمندري طوفان یا سونامي راغلې وه چې په شاوخوا هېوادونو کې يې دوه لاکه ۳۰زره کسان وژلي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG