لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اندونیزیا علما: طالبان د سولې د کانفرانس په اړه سم معلومات نه لري


په افغانستان کې د امن په موضوع تیره میاشت په کابل کې نړي واله غونډه کې د ندونیزیا نایب صدر هم برخه اخیستې وه
په افغانستان کې د امن په موضوع تیره میاشت په کابل کې نړي واله غونډه کې د ندونیزیا نایب صدر هم برخه اخیستې وه

د اندونیزیا علماوو پرېکړه کړې چې دوی له خپل پلان سره سم ددې میاشتې په وروستیو کې د علماوو درې اړخیز کانفرانس جوړوي که څه هم طالبانو په کې له ګډون څخه انکار کړی.

د اندونیزیا د علماوو د شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر محی الدین جنیدي ارب نیوز ته پدې اړه ویلي:

(کیدای شي طالبان ددغه کانفرانس په اړه کافي نه پوهیږي او کیدای شي ددغه کانفرانس په اړه ورته غلط معلومات رسېدلي وي.)

نوموړي وړاندې وویل، مونږ یواځې دا غواړو چې هغوی ته غوږ کېږدو او د شخړو د حل په برخه کې ورسره خپلې تجربې شریکې کړو او دا هم غواړو چې د فتواو ورکولو په برخه کې ورسره همغږي رامنځ ته کړو.

ښاغلي جنیدی دا هم وویل، ټاکل شوېده چې دغه کانفرانس به د مارچ په ۱۵-۱۶ نېټه ترسره شي او د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا درې واړو هېوادونو څخه به ۱۵ دیني علما په کې برخه واخلي.

د اندونیزیا د علماوو د شورا مشر انور عباس وایي، تمه لري چې د طالبانو استازي به په دغو خبرو کې برخه واخلي ځکه دا د سولې د بهیر یوه برخه ده.

تر دې مخکې طالبانو په خپلې ویب پانې باندې په یو خپور شوي بیان کې ویلي و چې طالبان د جاکارتا کانفراس د دوښمن لخوا د مسلمانو علماوو په وړاندې یوه توطیه ګڼي.

طالبانو په افغانستان، پاکستان او اندونیزیا کې له دیني علماوو څخه هم غوښتي وو چې پدغه کانفرانس کې دې ګډون نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG