لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په يو کال کې ګراني 17.4 فيصده سېوا شوې ده


په چارسده کې د دوکاندارانو د اتحاديې مشر حکيم والله وايي، په تيرو دوه مياشتو کې په بازار کې په ځانګړي ډول د سبزيانو بيعې يو په دوه سېوا شوي دي
په چارسده کې د دوکاندارانو د اتحاديې مشر حکيم والله وايي، په تيرو دوه مياشتو کې په بازار کې په ځانګړي ډول د سبزيانو بيعې يو په دوه سېوا شوي دي

په پاکستان کې د شمارياتو سرکاري ادارې وايي، په ملک کې مياشتنۍ ګراني د اکتوبر په میاشت 26.6 فيصده ته رسېدلې ده، د ادارې ترمخه په ستمبر کې د ګرانۍ شرح 23.2فيصده وه. او د کال 2021 د اکتوبر کې ګراني 9.2 فيصده وه.

اداره وايي، د روان مالي 2022/23 په لومړو څلورو مياشتو کې ګراني 25.49فيصده ريکارډ شوې او په تېر کال هم دې موده کې د ګرانۍ شرح 8.7فيصده وه.

ادارې ویلي، په ګرانو شوو زياترو څيزونو کې زر خرابېدونکي د خوراک امروزه توکي لکه پياز، ټماټر، تازه سبزيانې، د غنمو وړه، چای، تازه مېوې، د چرګ غوښه، دالونه، تازه پۍ/ شاودې، غوښه، تازه مېوې، او ورسره د د بجلۍ بلونه، جامې پېزار، د ودانيو جوړولو توکي هم ګران شوي دي.

په مارکيټ کې د امرروزه توکیو بيعې

په چارسده کې د دوکاندارانو د اتحاديې مشر حکيم والله وايي، په تيرو دوه مياشتو کې په بازار کې په ځانګړي ډول د سبزيانو بيعې يو په دوه سېوا شوي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل لکه ټماټر اوس 200 روپو ته رسېدلی دي د تيرې مياشتې په حساب نيم په نيمه ګران شوي دي، پياز چې د 50 روپو پورې يو کلو وو، هغه د 130 روپو پورې رسېدلي دي.

نوموړی وويل په ځانګړي ډول د سبزيانو قيمتونه د سېلابونو له امله سېوا شوي دي.

په عام تن د ګرانۍ اغېزې

په کراچۍ کې 63 کلن ډرايور ظهيرالدين وايي، د میاشتې تنخا ورته 21000 روپۍ مېلاويږي او په تنخا کې په يواځې سر د کور د مياشتې خرڅ نه شي پوره کولی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په ستمبر کې به یې دال په 220 روپۍ کلو اخستو او په اکتوبر کې په 240 وو، ټماټر د 200 نه 350 روپو ته، او په ستمبر کې چې کوم لس کلوګرامه وړه په 1100 روپۍ وو په اکتوبر کې 1160 روپو ته رسېدلي دي.

هغه وويل د دوه کمرې کور کرايه پسې 13000روپۍ راځي او د بجلۍ بل يې د 6000 روپو پورې جوړيږی، زوی يې ورسره هم مزدوري کوي، وړاندې به يې دوه، درې زره روپۍ د میاشتې بچ کولې اوس هغه هم نه بچ کيږي.

د ګرانۍ علتونه

په اسلام اباد کې په نړيوال اسلامک پوهنتون کې د اقتصاد استاز [پروفېسر] معراج الحق وايي، په پاکستان کې د ګرانۍ درې غټ علتونه دي، یو دا چې د ډالر په مقابله کې روپۍ ورځ تر بلې بې قدره کيږي. په ملک کې سېلابونو تاوانونه اړولي سپلايي يې ودرولې ده، او درېمه مهمه خبره د مالياتي نړیوالې ادارې شرطونه چې په پاکستان یې د پور په لړ کې لګولي دي.

هغه وويل په نړيوال مارکيټ کې ګراني د کرونا په وخت کې جوړه شوې خو د هغې اثر په پاکستان دومره نه وو، د پاکستان خپلې ځانګړې مسلې دي او اقتصاد يې د فشار سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه د ګرانۍ د مخنيوي دپاره به د ډالر قابو کول وي څو پورې چې دغه ګام نه وي پورته کړی شوي ګراني به په خپل ځای وي بلکې نوره هم سېوا کېدی شي.

خو نوموړی وايي د دې سره اړونده مهمه خبره دا ده چې په ملک کې اقتصادي ثبات هغه وخت راځي چې سياسي ثبات وي نو په پاکستان کې که وګورې دا وخت سياسي بې ثباتي ده بلکې د تیرو څو مياشتو راهسې ده، پکار ده چې که حکومت دی او مخالفه ګوندونه دي د خلکو دپاره سوچ وکړي سیاسي کړکېچ پرېږدي چې اقتصادي ثبات ورسره راشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG