لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې ټولنې او ګڼ شمېر افغان سیاسي مشرانو په کابل کې د داعش د ځانمرګي حملې غندنه کړې 


د شورو چارشنبې په ورځ شوي برید چې د طالبانو په قول لږ تر لږه پنځه تنه پکې وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي، داعش خراسان منلی دی
د شورو چارشنبې په ورځ شوي برید چې د طالبانو په قول لږ تر لږه پنځه تنه پکې وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي، داعش خراسان منلی دی

متحده قومونو، امریکې، برتانيې، روس، ایران او د پاکستان ترڅنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر نورو افغان سیاستوالو په کابل کې د داعش ځانمرګې حملې ته د تند غبرګون اظهار کړی دی.

په نړیوال غبرګون کې په افغان طالبانو نیوکې شوي چې د کابل په شان حساس ځای چې پکې بهرني سفارتي مرکزونه هم موجود دي، په امنیت کې پاتې راغلي دي.

د شورو چارشنبې په ورځ شوي برید چې د طالبانو په قول لږ تر لږه پنځه تنه پکې وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي، داعش خراسان منلی دی.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفندوجاریک هم دا برید غندلی و او په افغانستان کې د ناامنیو په پراخیدو یې اندیښنه ښودلې.

قطر کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارتي چارو مشرې کرن ډیکر په خپل ټویټر پاڼه د برید غندنه کړې او دا يې "وحشیانه" ګام بللی.

هغې وویل دا معلومول ضروري دي چې دغه حمله څنګه وشوه او په اینده کې د داسې ډول حملې د مخنیوي دپاره به څه قسمه ګامونه اخیستل کېږي. هغې زیاته کړه چې افغانان او غیر ملکي "مېلمانه" د امنیت دپاره د طالبان په ګامونو اعتماد وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي تامس ویسټ هم دخپل ټویټر په پاڼه دا برید غندلی او په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو او د زخمیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي ویست ویلي، چې خپرو شوو رپوټونوکې یې د شلو تنو د وژلو او زیاتو نورو دټپي کیدو خبرونه یې لیدلي دي. هغه ویلي "دا تاوتریخوالی هیڅ هدف نلري”.

افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت چارو د خپل ټویټر په پاڼه دا برید غندلی دی اوویلي دي چې برتانیا د دا ډول بې معنی اود توپیر پرته د تاوتریخوالی د اقداماتو مخالفهده.

چین، روسیې، ایران، پاکستان او ځینونورو هیوادونو هم کابل کې د بهرنیو چارووزارت مخې ته برید غندلی دی.

که څه هم طالبانو په دې برید کې د وژل شووشمیر پنځه تنه ښودلی، خو د بهرنیو چارووزارت یو مامور، د نوم د ښودلو پرته وي او ای اشنا ته وویلي، چې په دې برید کې شل تنه،چې اکثره یې ددغه وزارت کارکوونکي و وژل شوي دي.

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د پېښې وروسته د روغتون دوره کړی او د روغتون چارواکو ته یې د ټپيانو د درملنې سپارښتنه وکړه-

دا برید د کابل ښار په یوه ډیره خوندي سیمهکې شوی دی، چې په کې د بهرنیو چارووزارت سربیره د چین ترکیې او ایرانسفارتونه او د یو شمیر دولتي ادارو دفترونه هم شته دی.

داعش ډلې د برید مسولیت پرغاړه اخیستی دی.او اعماق خبري رسنۍ چې د داعش خبرونه خپروي، راپورټ ورکړی چې د داعشډلی یو غړی توانیدلی، د طالبانو خنډان یې مات کړي او ځان پورې تړليچاودیدونکي توکي یې د طالبانو د بهرنیو چارووزارت د ساتونکو او کارکوونکو په منځ چاودلي.

داعش په حمله کې د ۲۰ تنه د وژل کېدو دعوه کړې.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي په یو پیغام کې د د داعش په حمله کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې او دا برید یې" د بشریت پر وړاندې جنایت او د انساني او اسلامي ارزښتونوپه خلاف "عمل بللی دی.

د ملي پخلانیې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی او ویلي دي،چې دا ډول غیر انساني جنایتونه د هرډولبشري او دیني اصولو او معیارونو خلاف دي.

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي دګوند د یوې ډلې مشرعطا محمد نور، د ملي اسلامي جنبش د ګوند مشر عبدالرشید دوستم هم په جلا جلا اعلامیو کېدا برید په سختو ټکو غندلی دی.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG