لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې ټولنې په عامه غونډه کې د طالبانو د مرګ سزا غندلې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند جيرمي لارنس ويلي دا يو ډېر بوږنوکی عمل دی چې سزا يې د ولس په مخ کې ورکړې او نندارې ته يې څه طالبان مشران هم ناست وو
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند جيرمي لارنس ويلي دا يو ډېر بوږنوکی عمل دی چې سزا يې د ولس په مخ کې ورکړې او نندارې ته يې څه طالبان مشران هم ناست وو

د افغانستان افغان طالبانو لخوا د مرګ سزا په عامه غونډه کې د ورکولو په نړيواله کچه غبرګون راپارولی او نړیوالو تنظیمونو دا عمل د بشري حقونو او د ژوند خلاف ګام بللی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په يو ټويټ کې وویل چې په فراه ولایت کې د قتل په جرم یو تن ته په عامه غونډه کې د مرګ سزا ورکړی شوه. مجاهد وویل په غونډه کې د طالبانو یو شمېر لوړ رتبه مامورین موجود وو.

مجاهد د طالبانو د حکومت د فيصلې دفاع وکړه او ویې وېل چې سزا شوي تن يو بل کس په چاکو وهلی و او د وژلي تن موټر سايکل او موبايل فون يې د ځان سره وړي وو.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد

مجاهد ويلي سزا شوي تن خپل جرم منلی و او د قصاص مطابق د مقتول پلار مبینه قاتل په ډزو وویشتلو.

د ملګرو ملتونو مشر، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، يوناما، د امريکا وزارت خارجه، برتانيا سفير، ايمنيسټي انټرنيشنل او يو شمېر نورو مدني ټولنو د سزا مذمت کړی او دا يې يو بوږنونکی ګام بللی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياند جيرمي لارنس ويلي دا يو ډېر بوږنوکی عمل دی چې سزا يې د ولس په مخ کې ورکړې او نندارې ته يې څه طالبان مشران هم ناست وو.

ښاغلي لارنس ورياده کړه چې په ولسي ځايونو کې سزاګانې ورکول د ظلم کار او د انسان سپکاوی دی او زياته يې کړه په اصل کې دا سزا يو طرفه ده او انټرنيشنل کنونشن ان سېول اينډ پولېټېکل رايټس خلاف ده کوم کنونشن چې افغانستان هم لاسليک کړی.

يوناما هم د طالبانو په حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې موريټوريم جوړ کړي او د مرګ سزاګانې دې ختمې کړي.

د امريکا د خارجه چارو وزارت په ولسي ځای کې د سزا ورکولو مذمت کړی او ويلي يې دي دا سزا ښايي چې طالبان بيا د نوي لسيزې هغې خپلې تورې دورې ته ستانه کيږي.

د افغانستان د پاره د برتانيا سفير په يو ټويټ کې ويلي د طالبانو د واک نيولو وروستو په وړومبۍ سزا ډېر انديښمن دی او دا يو غير انساني ګام او جهالت دی. سفير ويلي برتانيا په هر حال کې د مرګ د سزا ورکولو مخالفت کوي.

ايمنسټي انټرنيشنل په يو ټويټ کې ويلي نړيوالې ټولنې له نه دي پکار چې د طالبانو د بشري حقونو په پايمالۍ سترګې پټې کړي.اداره دا تکراروي چې د هيومن رايټس کونسل د چترۍ لاندې دې د افغانستان د پاره د احتساب يو نړيوال مېکينزم جوړ شي چې د بشري حقونو څار وکړي.

‎د افغانستان په فراه ولايت کې دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوې چې يواځې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په سرښار کابل او نورو ولايتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او غلا په شان جرمونو کې د دُرو سزاګانې هم ورکړې دي.

‎ځيني رپورټونه دا هم وايي چې 1996 نه 2001م پورې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د دُرو او خلک په عامو غونډو کې د اعدام کولو سزاګانې عامې وې.



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG