لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي دور سره سم او د اولس په ګټه وړاندیزونه به کوو: ډاکټر قبله ایاز


د اسلامي نظریاتي کونسل نوي ټاکل شوي مشر ډاکټر قبله ایاز ویلي هڅه به کوي چې کونسل په قامي، سنجیده او پېچلو مسلو د اېیني ادارو مرسته او لار ښوونه وکړي، نه چې په دغه مسلو کې نور خنډان جوړ کړي.

د اسلامي نظریاتي کونسل د مشر ټاکل کیدو وروستو د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانګړې مرکه کې ډاکټر قبله ایاز ویلي یو شمیر داسې حساسې مسلې شته چې وړاندې پرې د کونسل لخوا لانجمن وړاندیزونه راغلي او زمونږ کوشش به وي چې داسې سفارشونه وکړو چې د اولس په ګټه وي.

د اسلامي نظریاتي کونسل لخوا د پخواني مشر مولانا محمد شیراني په مشرۍ کې ځېنو لانجمنو وړاندیزونو لکه د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلو لخوا د ښځو پرضد تشدد بلونه غیراسلامي ګرځول، د زنا په قضیو کې د ډي این ای فیصله نه منلو او د ښځو د وهلو ټکولو په اړه وړاندیز هغه فیصلې وې چې پرې سخت ټکونه شوي وو.

ډاکټر قبله ایاز ویلي د دغه شان پخوانو سفارشونو به هم بیا جاج اخلي او د نوي دور سره سم وړاندیزونه به کوي چې پارلیمان پرې زر تر زره فیصلې وکړی شي.

په پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکو یو شمیر ښځو د ډاکټر قبله ایاز د کونسل مشر په هیڅ ټاکنې هرکلی کړی او هیله يې څرګند کړې چې کونسل به د ښځو په اړه مثبت وړاندیزونه ورکړي.

په پیښور کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې مبارزه ثنا اعجاز وي او ای ډیوه ته وايي تمه لري چې د ډاکټر قبله ایاز په مشرۍ کې به دغه کونسل د ښځو په اړه قانون سازۍ کې مثبت او داسې وړاندیزونه ورکړي چې په ټولنه کې ټولو لپاره د منلو وړ وي.

د ډاکټر قبله ایاز او ثنا اعجاز خبرې د ارشد مومند نه په لاندیني رپورټ کې واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG