لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني ځواکونو مونږ ووهلو او بیا یې اوبو ته واچولو – افغان خواريکښ


د افغانستان حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ له ایران سره په ګډه پوله باندې یو سیند کې د هغو افغانانو د مړیو د موندنې کار ته دوام ورکړ چې ویل کیږي د ایران سرحدي ځواکونو په اوبو کې اچولي و.

په هرات ولایت کې افغان چارواکو وویل چې دوی له هریرود سیند څخه تر اوسه ۱۲ مړي راایستلي او کم از کم اته کسان لادرکه پاته دي.

د رپوټونو له مخې دغو کسانو غوښتل چې ایران ته ولاړ شي، خو د ایران سرحدي ځواکونو هغوی نیولي، سخت یې ځورولي، او بیا یې په دریاب کې اچولي دي.

دا پېښه کېدای شي د ایران او افغانستان ترمنځ ډيپلوماتیکه لانجه رامنځ ته کړي، هغه هم په داسې یو وخت کې چې د کروناوایرس د عالمي وبا له امله، په دې وروستیو کې په زرګونو افغان مهاجر له ایران څخه افغانستان ته ستانه شول او ګومان کیږي چې ګڼ شمېرو یې له ځانه سره کروناوایرس هم افغانستان ته انتقال کړی وي.

ویل کیږي چې هره ورځ شاوخوا دوه زره افغانان له ایرانه د افغانستان هرات ولایت ته رااوړي.

د افغانستان خارجه وزارت د خالي یا شنبې په ورځ وویل چې په اوبو کې د افغان مهاجرو د اچولو د پېښې په اړه يې پلټنې پېلې کړي دي. د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ (د صدر ایوان) کې یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د ابتدایي څېړنو له مخې، کم از کم اویا تنه افغانان چې غوښتل یې له هراته ایران ته ننوځي، د شنبې په ورځ د هریرود اوبو ته غورځول شوي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي بیا ویلي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې ده. موسوي د اتوار/یکشنبې په ورځ خپل بیان کې وویل: "د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي ځواکونو زمونږ د ملک په خاوره کې د هر ډول داسې یو کار پېښېدل، رد کړي دي."

ویډیویي راپور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

بل اړخ ته په افغانستان کې د هرات ولایت د ګلران سیمې ولسوال عبدالغني نوري ویلي چې د ایران د پوځ عسکرو، لسګونه افغان خواريکښ په هریرود کې اچولي دي.

نوري رایټرز خبري ادارې ته ویلي: "ایراني عسکرو په بېلچو او ډزو سره افغان خواريکښ زخمیان کړل او بیا یې په اوبو کې واچول."

هغه زیاته کړه چې ځیني زخمیان، ژوندي پاته دي او اوس په هسپتال کې دي.

د هرات هسپتال ډاکټرانو هم ویلي چې دوی ته د افغان مهاجرو مړي راوړل شوي دي. د هسپتال مشر عارف جلالي رسنیو ته وویل: "تر اوسه پنځه مړي هسپتال ته راوړل شوي. په دې پنځو کې، معلومه ده چې څلور یې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي."

افغان طالبانو هم په ایران باندې غږ کړی چې د دغو وژنو په اړه دې پلټنې وکړي او د دې کار عاملینو ته دې "سخته سزا" ورکړل شي.

د طالبانو په یو جاري شوي بیان کې راغلي: "د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو څخه هیله کیږي چې زموږ له هیوادوالو سره د ترحم، اسلامي اخوت او د ګاونډيتوب له اصولو سره سم چلند ته توجه وکړي."

یو افغان چي نور محمد نومیږي، وایي چې دوی غوښتل د روزګار موندلو په خاطر تېره هفته ایران ته ولاړ شي، خو د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا ونیول شول. هغه رایټرز خبري ایجنسي ته ویلي: "ایراني عسکرو پس له هغه چې مونږ سخت وځورولو، مونږ ټول یې د هریرود په اوبو کې واچولو."

شېرآغا، چې هغه هم دعوه کوي له دې پېښې ژوندی وتلی، وایي کم از کم ۲۳ تنه په اوبو کې د اچولو نه وروسته مړه شوي دي.

ایران او افغانستان ۹۲۰ کیلامټره ګډ سرحد لري، او افغان چارواکي وایي چې پخوا هم ایراني ځواکونو په پولې باندې افغانان وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG