لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او ایران سفيران بيرته سفارتخانو ته ستانه شوي


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ماسخوتن په اېکس، (پخواني ټويټر، ويلي، د دواړو ملکونو د روغې جوړې وروسته پاکستانی سفير محمد مدثر ټيپو تهران ته او پاکستان کې د ايران سفير رضا اميري مغدام اسلام اباد ته رارسېدلی دی
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ماسخوتن په اېکس، (پخواني ټويټر، ويلي، د دواړو ملکونو د روغې جوړې وروسته پاکستانی سفير محمد مدثر ټيپو تهران ته او پاکستان کې د ايران سفير رضا اميري مغدام اسلام اباد ته رارسېدلی دی

د ايران او پاکستان لخوا د يو بل هېوادونو کې د بريدونو وروسته خرابې شوې سفارتي اړيکې بيرته سمې شوي، د تهران سفير اسلام اباد کې د ایران سفارتخانې، او د پاکستان سفير په تهران کې د پاکستان سفارتخانې ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ماسخوتن په اېکس، (پخواني ټويټر، ويلي، د دواړو ملکونو د روغې جوړې وروسته پاکستانی سفير محمد مدثر ټيپو تهران ته او پاکستان کې د ايران سفير رضا اميري مغدام اسلام اباد ته رارسېدلی دی.

د دواړو ګاونډي ملکونو ترمنځ اړيکې د يو بل هېوادونو کې د بريدونو وروسته ترينګلې شوې وې.

ايران په 16مه جنورۍ ايران د پاکستان په بلوچستان صوبه کې حمله کړې او ويلي يې وو، "د پاسدارن انقلاب سرحدي ځواک یې ليدلي چې يوه وسله واله ډله د پاکستان د لوري ايران ته تله د دغه ترهګره ډلې پرضد یې عمليات کړي".

د ایران خبر ورکړی وو چې د ايران پاسدارانِ انقلاب ځواکونو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.

د ايران د بريد وروسته پاکستان د ايران نه خپل سفیر بيرته رابللی او د ايران سفير ته یې ويلي وو، پاکستان ته دې نه راځي، د دغه بريد په وخت اسلام اباد کې د ايران سفير په تهران کې وو.

پاکستان په 18مه جنورۍ د ايران د بريد په ځواب کې، د ايران په سرحدي صوبه سيستان بلوچستان کې د ترهګرو د مخصوصو ځالو هدف کولو دعوه کړې، دغو عملياتو ته یې د "مرګ بر سرمچار" یعنې «مرګ پر سرمچار» نوم ورکړی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، "په عملياتو کې یې څو ترهګر وژلي دي".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د بلوچستان لبرېشن ارمي او بلوچستان لبرېشن فرنټ ځالې یې ويشتي دي.

د ایران ایرنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي وو، "د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".

امریکا او ملګرو ملتونو په پاکستان او ايران باندې ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه دې د يو بل پرضد د فضايي بريدونو وروسته په تاوتریخوالي کې له اضافې ډډه وکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG