لاس رسیدونکی لینک

 
ایران د  یورپين پارلېمنټ قرارداد غندلی چې پاسداران انقلاب ځواکونه يې ترهګر بللي
تازه خبر

ایران د  یورپين پارلېمنټ قرارداد غندلی چې پاسداران انقلاب ځواکونه يې ترهګر بللي


یورپين پارلېمنټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ایران کې د احتجاج کونکو خلاف د پاسداران انقلاب د اقداماتو او روس ته د ایران د ډرون جهازونو ورکولو غندنه وکړه
یورپين پارلېمنټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ایران کې د احتجاج کونکو خلاف د پاسداران انقلاب د اقداماتو او روس ته د ایران د ډرون جهازونو ورکولو غندنه وکړه

ایران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یورپين پارلېمنټ د هغه قرارداد مخالفت وکړو چې پاسداران انقلاب ځواکونه ترهګر بللي شوي دي.

د ایران خارجه وزارت وویل د يورپین یونین د خارجه چارو مشر جوزف بورېل سره په ټېلې فون خبرو کې د ایران خارجه وزیر حسین عبداللهیان د يورپين یونین قرارداد غلط او نامناسب وبللو.

یورپين پارلېمنټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ایران کې د احتجاج کونکو خلاف د پاسداران انقلاب د اقداماتو او روس ته د ایران د ډرون جهازونو ورکولو غندنه وکړه. ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي.

په ايران کې د سېپټمبر په میاشت کې د مېرمن مهسا امیني د پولیس پو ولکه کې د مرګ په سر احتجاجونه راپارېدلي وو.

د انساني حقونو نتظیمونه وايي د ایران امنیتي ځواکونو د حکومت په ضد مظاهرو د خاموشه کولو په لړ کې د انساني حقونو خلاف ورزۍ کړي، د حکومت په مخالفینو تشدد شوی، نیول شوي او په احتجاجونو کې په لسګون وژل شوي هم دي. ایران دغه تشویش ردوي، وايي د ایران مغربي مخالفینو اړي ګړي ته لمن وهله.

د مظاهرینو خلاف د ایران د اقداماتو په سر د امریکې په شمول یو شمېر مغربي ملکونو د ایران د حکومت په ضد پابندۍ هم لګولي دي.

توقع ده چې د یورپين یونین خارجه وزیران به اینده هفته په ایران د نوو بندیزونو په موضع غور کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG